یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد وزیرستان خلکو بیا هم له افغانستان سره یوځای اختر پیل کړ

د وزیرستان خلکو بیا هم له افغانستان سره یوځای اختر پیل کړ

تاند:( جمعه، د غویي ۲)  د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته په وزیرستانونو کې خلکو د نورو کلونو په شان نن بیا د پاکستان پر ځای له افغانستان سره اختر یو ځای پيل کړ.

افغانستان، د طالبانو د رژیم په امر د سعودي عربستان او نورو ډېرو اسلامي هېوادونو په ملتیا نن د کوچني اختر مراسم پيل کړل.

پاکستان بیا د دغو هېوادونو برعکس سبا روژه پای ته رسوي او کوچنی اختر پيلوي.

په وزیرستانونو کې بیا خلک سره له دې، چې پاکستان پرې حاکم دی، خو له ډېرو کلونو راهیسې افغانستان سره په ګډه اختر پيلوي.

نن هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ پيل شوې ده.

د پاکستان پارلمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ، له دغې سیمې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې عکسونه خپاره کړي.

په دغو عکسونو کې ښاغلی داوړ هم له نورو خلکو سره د اختر نمانځلو پر مهال ښودل شوی.

افغانانو د وزیرستانونو د خلکو دا کار ستایلی او ویلي، چې لر و بر افغانان څوک سره بېلولی نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب