سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان خپل مرستیال سفیر بیرته کابل ته لیږي

پاکستان خپل مرستیال سفیر بیرته کابل ته لیږي

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ )   پاکستاني سرچینو ویلي، چې دغه هېواد کابل ته د خپل سفارت د مرستیال د بیرته استولو پریکړه کړې ده.

پاکستان شاوخوا ۴ میاشتې مخکې، په کابل کې پر خپل سفارت له یوه مرموز برید وروسته خپل شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني اسلام اباد ته وغوښت.

په دغه برید کې، چې ادعا وشوه هدف یې نظاماني و، د پاکستان د سفارت یو ساتونکی برسېرن ټپي او نظاماني وژغورل شو.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست، خو منتقدانو ته له پوښتنو ډک و.

دوی ویل، هم په افغانستان کې د داعش په نوم فعاله ډله له پاکستانه حمایه کیږي او هم دغه برید خپله پاکستان په ډراماتیک ډول وکړ، څو نړۍ ته وښيي چې د طالبانو کابل رژیم یې تر ولکې لاندې نه دی او حتا د دوی سفارت د هغوی تر واک لاندې وضعیت کې خطر سره مخ دی.

اوس ویل کیږي، چې د پاکستاني شارژدافیر د بیرته کار پيلولو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د طالبانو خارجه وزیر ملا امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب