Homeخبرونهملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د قحطۍ د زیاتوالي...

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د قحطۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړ

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ )  د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمښت او په تېرو ۲۵ کلونو کې افغانستان د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی.

اوچا په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو لپاره تمویل په کمیدو دی چې د ملیونونو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.

دغه نړیوال سازمان زیاته کړه: په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره له پنځه سلنې څخه کمې مالي غوښتنې شوې دي.

اوچا وویل چې د افغانستان کړکیچ په نړۍ کې تر ټولو لوی او جدي بشري ناورین دی، خو په دغه هیواد کې بشري عملیات تر ټولو کم مالي مرستې لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...