شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو کندهار او هلمند کې د موسسو پر تعلیمي فعالیتونو بندیز ولګاوه

طالبانو کندهار او هلمند کې د موسسو پر تعلیمي فعالیتونو بندیز ولګاوه

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۸ )  طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کې د نړیوالو مرستندویو ادارو له لوري پر تمویلیدونکو تعلیمي فعالیتونو بندیز لګولی.

د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم واکمنانو په یوه لیک کې ویلي، چې پر دغو تعلیمي فعالیتونو« ملاحظې» لري.

د طالبانو په لیک کې د ادعا شویو ملاحظو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې له دغه بندیز سره به شاوخوا ۷۰۰ نجونې او هلکان په ۶۸۰ کلیوالو ټولګیو کې له ور کول کیدونکو زده کړو محروم شي.

دغو ماشومانو ته په کلیوالو سیمو کې د لومړي تر څلورم ټولګي زده کړې ورکول کیدې.

طالبانو مخکې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو، پارکونو ته د ښځو پر ورتګ او ډېرو نورو مواردو افراطي بندیزونه لګولي.

د دوی دا بندیزونه د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

منتقدان وایي، چې طالبانو په داسې کړنو افغانستان د څو پېړۍ مخکې غیر مدني حالت ته بیولی او برخلیک یې ور تیاره کړی.

طالبان په دې اړه ملي او نړیوالو مخالفتونو ته په قناعت ورکولو کې پاتې راغلي.

4 COMMENTS

  1. بس ده. افغانستان باید دبین المللی او داخلی غلو څخه پاک سی. دان جی او دمشرانو حکومت باید ختم سی ترڅو په یوه او بل نوم ملی خاینان ونه روزل سی. افغانستان یوه حکومت ته ضرورت لری. غربی انارشی اچونکی سازمانونه باید مهار سی.

    • احمقه ستاسو څخه هم بل زهني او فکري ظالم اوغل شته ؟، هغه د خلقیانو وځت مې را په یاد شه هر ملي حقوقي عمل به یې ارتجاعي باله!اوس تاسو هم لکه هغوی چې د مارکسیستانو او لینینیانو غلامان وو ، تاسې د عربو او isi غلامان یاست دین په زور درباندې قبول کړی اوس یې لکه خره په مغزو او اوږو ګزوۍ لعنتیانو د ښځو ازادي او حقوق خو ستاسو بیغیرتانو له خبرو سره هيڅ رابطه نلري ، خوشې ګډیې بیغیرته !

  2. بيا خو دیر سوالونه أو عذرونه هم چا ته مه كوى چی په رسمیت مو وپیزنی. پرون هم مولوی کبیر او ملا برادر دوآرو سوال کری وو چی په رسمیت مو وپیزنی.
    یو د قزاقستان استانی ته سوال کری وو او بیا د روسیی له ملایانو غوستی وو چی تاسی مو په رسمیت وپیزنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب