جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د مبارزې او بدلون فلسفه

د مبارزې او بدلون فلسفه

هارون شفيقي

انسان د ځواك تر لاسه كولو لپاره هر څه كوي او بالاخره خپل هدف ته رسېږي هم، همدغه د ځواك تر لاسه كول د انسان په فطرت شته. قابيل به هابيل نه واى وژلاى كه دلته پر بل لوړتيا نه واى ښكېل، هغه خپل ورور د دې لپاره وواژه چې له اقليما سره واده وكړي، ځكه هغه ښكلې وه او د هغې تر لاسه كول به د لوړتيا ښكارندوى و، همدغه د مقابلې پيل و.

خو پخپله دا د هر څه تر لاسه كول د وخت غوښتنه وي، انسان غواړي يو څه تر لاسه كړي، ځواك ته ورسېږي ځكه دا كار د ده له فطرت څخه دى د واك او ځواك تږى وي، خو دا واك او ځواك له چا سره تل نه پاتې كېږي.

هر شى شتون نه لري خو هست يا رامنځ ته كېږي او بيا د نيست په لور ځي. يعنى هر شى په حركت كې وي چې بدلون ومومي، تاسو كولاى شئ د ويالې په هماغو يوو اوبو كې دوه ځله پښه كېږدئ؟ يو پاكستاني ليكوال ليكي چې (زندګى چلتي ګاډي كا نام هي) ژوند د روان موټر نوم دى.

هيراكليتوس د يونان له مشهورو او لومړنيو فيلسوفانو څخه يو دى چې فلسفه يې د اور پر بنسټ ولاړه ده، ده ويل هر څه له اور څخه جوړ شوي دي. خو د راوروسته فيلسوفانو په وينا له اور څخه د نوموړي هدف حتما هماغه ځواك و چې ترلاسه كول يې د انسان فطرت دى.

د نوموړي په اند انسان د اور هغه شعله ده چې د وخت په تېرېدو سره مړه كېږي، خو تلپاتې اور هم شته او هغه خداى دى، هغه داسې ځواك دى چې په نړى كې هر چېرته شتون لري.

خو بېرته همدا هيراكليتوس بيا وايي چې د وخت په تېرېدو سره هر څه بدلون مومي. ځيني تاريخ پوهان وايي بدلون د تاريخ روح دى، يعنى كه بدلون وي نو د تاريخ كالبوت به ساه لري كه نه تاريخ هغه مړى دى چې يوازې بوى ترې خېژي خو ګټه هېڅ نه لري.

د انسان په ژوند كې هر څه په حركت او خوځښت كې وي خو دغه حركت پخپله خپل ضد لټوي، كه څه هم دا حركت داسې وي چې له لږ څخه د ډېر، له ښه څخه د ډېر ښه په لور ځي او بيا خپل اوج ځاى ته رسي او بېرته په رالوېدو وي. پاى تل د پيل پر ضد وي، يعنى د ژوند ضد به مرګ وي، د شر به خير يا د خير به شر وي.

همدا ضد د يوې سكې دوه مخه دي، همدا ضد دى چې په ټولنه كې يې انډول رامنځ ته كړى. كه ټول ډاكټران شي نو ناروغېږي به څوك؟ ناروغ شته، ځكه خو ډاكټر شته تر څو يې درملنه وكړي.

خليل جبران يو ځاى ليكي چې په يوه ښار كې دوه عالمان اوسېدل، يو يې ډېر خداى څخه وېرېدونكى او بل يې بيا بې دينه و. يوه ورځ دواړه په ښار كې سره مخ شول او د دواړو پلويان هم پرې ورټول شول او تر ساعتونو پورې يې مناظره روانه وه، بيګا ناوخته مناظره خلاصه شوه او دواړه خپلو كورونو ته لاړل، خو وروسته بي دينه جومات ته لاړو او د خداى وحدانيت يې ومانه او هغه ديندار لاړو ټول كتابونه يې وسوځول او بې دينه شو.

په ژوند كې د هر شي تر منځ مقابله روانه وي، يعنى مقابلې ته موږ د هرې پدېدې د پلار نوم وركولاى شو، ځكه همدا مقابله ده چې هر څه زېږوي او له ځينو غلام او له ځينو بادار جوړوي، له ځينو ديوتا او له ځينو انسان جوړوي.

په ژوندكې مبارزه او مقابله يا (Struggle) د هر شي اوج ګڼل كېږي، همدا مقابله ده چې د نړۍ پر سر د انصاف نوم هم وركولاى شو، ځكه د دې په ترڅ كې پرېكړې كېږي، څوك له ماتې سره مخ كېږي او څوك له بريا سره او همدا مقابله ده چې د ژوند په پديدو كې يې انصاف يا تعادل رامنځ ته كړى دى.

كه خپل ژوند ته وګورو نو دا پيدايښت، حركت، ضد او له منځه تلل ټول پكې ليدلاى شو، د يوې ميوې په څېر لومړى شنه (خام) وو، پاخه شو او بالاخره وراسته او له منځه لاړ شو، د فارسي شعر په مصداق چې وايي: ((خام بودم، پخته شدم، سوختم!)) زموږ ژوند همداسې دى، هست كېږو او په نيست مو ژوند ته د پاى ټكى ايښودل كېږي!

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب