شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر روسي ملایانو ته؛ موږ په رسمیت وپېژنئ

مولوي کبیر روسي ملایانو ته؛ موږ په رسمیت وپېژنئ

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۸ )  د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسي د جوماتونو د ټولنې یو شمېر غړو سره لیدلي.

د هغه دفتر ویلي، چې دغه روسي ملایان په یوه سفر کابل ته راغلي.

ویل شوي، چې د لیدنې پر مهال روسي ملایانو د طالبانو تر رژیم لاندې افغانستان امن ګڼلی او پکې پر ابادۍ یې خوښي ښودلې ده.

طالبانو نه دي ویلي، چې روسي ملایانو له ابادۍ څخه څه هدف درلود.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي کبیر له روسي ملایانو غوښتي چې خپل هېواد او متحدین یې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.

طالبان له هر هېواد څخه ورته غوښتنه کوي، خو د بیا ځلي واکمنۍ په څه باندې یو نیم کال موده کې یې هیڅ هېواد په رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی.

5 COMMENTS

  1. چه تر څو دې ښځې په رسمیت نه وی پیژندلی والله که دې هیڅوک هم په رسمیت وپیژنی.

  2. مولوي صاحب کبيره،
    ترڅو چې تاسې د ملت رايې مخه ونه کړئ او له ملت مشروعيت وانه خلئ، نو هېڅوک مو په رسميت نه پېژني.
    تاسې چې له روسيه، ترکيه او نورو ځايونو له ملايانو د رسميت غوښتنه کوئ، نو هغوی د خپلو ملتونو يوه برخه ده نه ټول ملت او رسميت پېژندنه د حکومتونو کار دی نه د ملايانو. تاسې ولې د اکوړې مدرسې له حامدالحق وپوښتئ چې په رسميت مو وپېژني؟
    هغوی خو څه ستاسې په شان لېوني نه دي چې د بل چا لپاره مو ځانونه او هېواد تباه کړ او دويم ځل چاڼس مو چې واخېست دا خو د يوکراين د جګړې له امله چې هغوی دوه ځايه ځانونه ښکېلولی نه شول، نو افغانستان خو عملاً پاکستان ته د اداره کولو لپاره سپارل شوی او پاکستان تاسې ګومارلي ياست او پاکستان له هغوی نه ژمنه اخېستې ده چې تاسې بهيې په رسميت نه پېژنئ او بله دا چې ترڅو تاسې ښځو ته کار او نجونو ته د زده کړې حق ورنه کړئ او حکومت له نورو سره شريک نه کړئ يوازې تاسې ملايان څوک په رسميت نه پېژني. ځانونه مو زياتی په زياتو سوالونو وشرمول.
    رسميت پېژندنه غوښتل د سوال خبره نه ده، بلکې له ملت نه مشروعيت اخېستل دي او له تاسې نه ځآن ورک دی چې ولې ملت ته مخه وکړئ.

  3. داخوشې د خرې زامن بیغیرته د ټوک او دروېزې چړیان لوی شوي ، مونږ به دوی ته پناه ورکوله ډوډۍ به مو ورکوله پټ به مو ساتل ،خپل اقارب مو ددوی په لښکر کې جنګیدل خو چې قدرت ته ورسیدل غیڼ یې را وئیست د بی غیرته زامنو ، دوی کله پښتو او غیرت لري ! دعلم دوښمنان ، د ښځو دوښمنان دا څه د چنګیز طائفه ده په دوی د نالت شي د بیغیرته زامن نه دوست پيژني نه دوښمن ! د افغانستان په تاریخ کې توره تیاره دوره ، امیرالجاهلین یې په قندهار کې لکه د کلې پای مخې نجلۍ مخ نه ښکاره کوي ، خدای خبر څوک یې پر ځای حکمونه صادروي ! زه دې ته په واقعي ډول حیران یم چې امیر ولې خپل مخ نه ښکاره کوي او ولې اولس ته خبرې نه کوي ؟؟ دا خو یو ډير ځناور کار دی او امکان لري چې د isi نفر وي ، داسې وایې چې هیبتو خنځیر مردار شوی دی ! دا یو اځې جاهل طالب ندی په پښتني مناطقو کې مونږ له خپلوانو سره هم د ښځو د حقوقو په برخه کې درانده مشکلات لرو ! پښتون‌ چې یو وارې غلام شي بیا نو ښه په اخلاص خپله غلامي کوي !

  4. د افغانستان جغرافیا ښکلی طبیعی منظری او تاریخ ئی حیرانوونکی واقعی صحنی لری.
    څو څلویښت کلونه مخکی د شوروی د لاس پوڅی رژیم سردمدارانو د ” کُافر” ★څخه غوښته چی په ” اسلامی کنفرانس ” کی د بیا غړیتوب چانس ور کړه سی.
    او
    نن د پاکستان لاس پوڅی طالبی رژیم د ” مسلمان “★ څخه غواړی چی د ” کُفارو د جرګی ” د غړیتوب ( رسمیت پیژندنی ) زمینه ور ته برابره کړی.
    ★ = د کافر او مسلمان کلمه فقط د یو نماد پتوګه کاروَل سویده نه په دینی مفهوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب