جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهکاناډا کې د افغان نجونو یوې هنري ډلې په فعالیت پيل وکړ

کاناډا کې د افغان نجونو یوې هنري ډلې په فعالیت پيل وکړ

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۸ )  په کاناډا کې د «سا» په نوم د تازه ورغلو افغان نجونو یوې هنري ډلې په فعالیت پيل وکړ.

دغې ډلې خپله لومړنۍ سندره د پسرلي د هرکلي لپاره ویلې، خو په پام کې لري چې نورې سندرې د نجونو او ماشومانو د زده کړو د هڅونې په اړه ووایي.

ویل شوي، چې یادې نجونې له تېر یوه کال راهیسې کاناډا هېواد ته کډوالې شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان یوه لویه برخه مطرحې څېرې، چې د بېلابېلو قشرونو اړوند دي بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي او له هغه ځایه یې د فعالیتونو د انسجام خبرونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې دننه طالبانو د نجونو ښوونځي، د ښځو کار او ګڼ نور فعالیتون منع کړي او له دې امله یې رژیم نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب