دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د ميا داد په يو بيت کې وجودي فلسفه/ دوکتور سيد اصغر...

د ميا داد په يو بيت کې وجودي فلسفه/ دوکتور سيد اصغر هاشمي

د ستۍ اختیار وګوره ویره نه کاندي له اوره

چې له یاره سره وسوه بل څه نه ویني بې یاره  (میاداد، ص ۷۹)

په ټولیز ډول د پښتو ژبې ډېره شاعري او په ځانګړي ډول د روښانیانو د وخت تصوفي او عرفاني شاعري فلسفي مفاهیم لري. په تصوف کې د ختیځ فلسفه راوړل شوې ده، نو د لویدیځ فلسفه د ختیځ له تصوف، عرفان او خدای پېژندنې له څېړنو سره په سیده او نا سیده ډول اړیکې لري.

په نړۍ کې د جبر او اختیار په اړه درې لويې نظريې شته، یوه ډله پوهان یوازې اختیار ته ارزښت ورکوي چې د بېلګې په ډول د وجودیت فلسفې لارویان سارتر او نور د یادونې وړ دي او همدارنګه داسې نور کسان او غورځنګونه هم شته چې یوازې جبر ته ارزښت ورکوي. د پښتو ژبې د شاعرانو په شعرونو کې داسې بېلګې شته چې د اختیار پلوی کوي، خو له جبر څخه منکر نه دي چې ښه بېلګه یې د عبدالرحمن بابا شعرونه دي. یوه بله ډله یوازې او یوازې جبر مني، لکه جبریه طریقه او درېیمه ډله جبر او اختیار مني او انسان د دغو دوو خواوو په مینځ کې د اتصال د کړۍ په ډول ښيي. په دې اړه ما د ډېرو پوهانو او فیلسوفانو نظريې لوستي دي. زه انسان د اختیار درلودونکی او د جبر تر اغېزو لاندې ګڼم، خو انسان کولی شي چې له استثنا پرته ډېر جبري موضوعګانې د اختیار په وسیله د ځان تابع کړي؛ یعنې انسان د جبر تابع نه شي، بلکې جبر د خپل فرمان لاندې راوړي.

موږ په دغه مقاله کې د پښتو ژبې د روښانیانو د دورې د میا داد یو بیت غوره کړی دی او په دغه بیت کې د «وجودیت فلسفه» تر بحث لاندې نیسو. داسې نه ده چې میا داد یوازې او یوازې د وجودیت فلسفې لاروی دی، په دې یو بیت کې یې د وجودیت څرکونه ښکاري. په یو بیت او یا په څو شعرونو باندې نه شو کولی چې یو کس یا شاعر د یوې لارې لاروی وښیو، د بېلګې په ډول د خوشحال په شعرونو کې تصوفي افکار شته، د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې د وجودیت فلسفه بیان شوې ده او داسې نور… خو په دوی کې خوشحال ته صوفي ویل او یا عبدالرحمن بابا ته د وجودیت لاروی ویل به سم کار نه وي، خو د خوشحال په شعرونو کې تصوفي څرکونه او د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې د وجودیت فلسفي څرکونه شته. د میا داد په دې یو بیت کې هم د وجودیت فلسفه بیان شوې ده، خو په سیستماتیک او منظم ډول یې دغه نظریه په افکارو کې بیان شوې نه ده او یوازې د همدغه یو بیت په اړه یې خبرې کوو.

(د وجوديت غورځنګ په يوولسمه زېږدي پېړۍ کې د فلسفي اند «عقلانیت» په مقابل کې پیدا شو چې په شلمه زېږدي پېړۍ کې ډېر د پاملرنې وړ شو. د دې بنسټ «ګیريګارډ» ايښی دی او «ژان پال سارتر» هم د دې نظريې استازی دی. وجوديت يو فکري او ادبي ښوونځی دی. د دوی له لیده هر سړی په خپلو کارونو کې ازاد او د هغه ذمه وار دی. دا ذمه واري په اصل کې د جسمي او ذهني اصل لامل او د وېرې علت دی. د دې غورځنګ له مخې انساني نفس وروستی او بنسټيز حقيقت دی او دغه دنننۍ ستونزې او کشمکشونه یې د وجود بنسټيز توکی «عنصـر» دی. وجوديت موږ داسې هم بللی شو چې دا د حال وخت هغه فکري او فني غورځنګ دی چې انساني وجود پر جوهر لوړ او مقدم ګڼي. په دې کې د نړۍ نا قابل تشـرېح حالت او د انساني ځواک اراده تر خبرو لاندې نيول کېږي او غور ور باندې کېږي. د دې خلکو نظر دا دی چې انسان د جوړېدو وروسته خپل ځان جوړوي، د هغه په ذات کې هېڅ نشته، څه چې انسان غواړي جوړېدای شي. انسان يو اکتسابي ماشين دی، د خپلې خوښې کار کوي؛ داسې نه ده چې د مخه په ده کې د يو کار داسې صلاحيتونه اېښودل شوي دي چې د هغه په بنسټ دا کار کوي؛ يعنې دا صلاحيتونه په خپله تر لاسه کوي. د خیر او قدر په مسلٔه کې د وجوديت منوونکي د انسان اراده اړینه ګڼي او د ازادۍ لارویان دي. دوی وايي چې د انسان ازاده اراده او د هغه پايله د دې لامل کېږي چې انسان د هر شي ذمه وار وي. په لا ديني وجوديت کې تشويش، یوازیوالی او د بې کسـۍ احساس يوه ځانګړې مانا لري. د وجوديت منوونکي د قدر پلويان دي، دوی وايي چې انسان د ارادې په له مخې ازاد او د واک خاوندان دي. د ده د ارادې ازادي پر ده باندې د پایلو ذمه واري اچوي. ځکه د يوه انسان په ناجوړه او جوړېدو کې د انسان لاس دی. کرکيګارډ د هېګل د فلسفې سخت مخالف و، د ده په اند د هېګل فلسفه له ژوند څخه د لرېوالي او عقل غوښتنې نښه ده. په دې نظريو باندې تګ کوونکی انسان خپل انفراديت له لاسه ورکوي او وجوديت د يو انسان انفراديت په نظر کې ساتي، د هغه انفرادي صلاحيتونه هر څه ګڼي.) (۱). سیماب، نصیب الله. (۲۰۱۹ز). د کره کتنې اصطلاحات. (دویم چاپ). کوټه: پښتو اکاډمي بلوچستان، مخ ۳۶۹.

د میا داد یو بیت دی:

د ستۍ اختیار وګوره ویره نه کاندي له اوره

چې له یاره سره وسوه بل څه نه ویني بې یاره (۲). میا داد، اخوند. (۲۰۱۱ز). د اخوند میاداد دېوان. څېړنه بدرالحکیم حکیم زی. لاهور: اداره نشر المعارف، مخ ۷۹.

په وجودي فلسفه کې انسان اختیار لري، د ښه کار امتیاز ورته ورکړل شوی دی او د بد کار مسولیت یې هم په غاړه دی. دی په خپلو کارونو کې ازادي لري، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې انسان له ازادۍ سره دا واک نه لري چې د هر کار په مقابل کې دې اختیار ولري، ډېر شیان پرې په زوره (جبري) تپل کېږي. میا داد د ستۍ کړنه یو اختیاري کار ګڼي، خو د دې خبرې یادونه نه کوي چې فرهنګي، رواني، بیولوژیکي او داسې نور جبرونه موجود دي، نو ځکه یو انسان دې ته تیارېږي چې ځان په اور کې واچوي او وسوزي. د ستي په دود کې که ښځه ځان سوزوي نو یو بهرنی جبر موجود دی چې دا ناسمه کړنه او دود سرته رسوي.

د ستي دود په اړه راغلي دي: 

(ستي/ستهۍ د عشق سر منزل دی. سره له دې چې دا د يو جسمي عشق د عمل ډګر دى، خو شاعر يې د تلميح په توگه يادونه کوي. لږو ډېر پینځه زره کاله له زېږدي څخه مخکې دا اسطوره منځ ته راغله، کېدى شي، د دې اسطورې تر شا واقعيت هم موجود وي، لکه چې وايې: په هندوستان کې د هندوییزم مذهب د را منځته کېدو او پخيدو په لړ کې یوې مذهبي کورنۍ کې د رام په نوم یو ځوان په يوې پيغلې چې ستهۍ نوميده میين شو؛ روايت دى چې د هغه ځوان پلار د هندوییزم د مذهب يو مشهور دیني عالم (پنډت) و، هغه د مذهبي عقايدو له مخې خپل زوى د یوه سپېڅلي انسان په توگه وسوځوه. رام او ستهۍ چې څه موده تر مخه يې واده کړی وو، له واده يې لا کومه ثمره نه وه تر لاسه کړې. په اساطيرو کې يادونه شوې ده چې کله د رام جسد سوزول کېده، نو ستهۍ د خپلې سوځنده مينې له امله د رام له جسد سره خپل ځان يو ځاى وسوزاوه او د رام پلار چې د وخت مشهور پنډت و، د ستهۍ په سوزونې يې چوپتیا غوره کړه، له همدې امله د ستهۍ اسطوره د يو مذهبي عقيدې په توگه پاتې او تر اوسه يې دوام وکړ.) (۳).کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۷۶.

شاعر په دې نظر دی چې د ستۍ د دود په وخت کې اختیار انسان ته ورکړل شوی دی او له اور څخه وېره نه کوي.

(د جبرونو د سیستم د پیروانو خلاف لویدیځ ایډیالیزم باوري دی چې هر څه اختیاري دي او اختیار مطلق شی دی. مسیحیت او په تېره کاتولیکان ګروهمن دي چې په نړۍ کې اختیار مطلق دی، حتی اګزیستانسیالیزم یا د وجودي فلسفې پلویان په همدې باور دي. اګزیستانسیالیزم په لویدیځ کې پیدا شوی ښوونځی دی چې لارویان یې ژان پل سارتر او ځینې نور کسان دي. لویه قضیه چې اګزیستانسیالیزم یې ځان ته منسوبوي، هغه همدا د اختیار د مطلقیت نظریه ده. اګزیستانسیالیزم په دې فکر کې یو ګام مخکې دي، ځکه کله چې المانیانو فرانسه لاندې کړه او په کې د ناهیلۍ سیوری خپور شو، ژان پل سارتر راغی او د اګزیستانسیالیزم ودانۍ یې د مطلق اختیار پر بنسټ ودروله. ویې ویل چې هر انسان اختیار او اراده لري او کولی شي چې د تاریخ جبر هم تر خپلې ولکې لاندې کړي. ژان پل سارتر ته یو څوک راغی، ورته ویې ویل چې یو څو غشـي در باندې نیسم او درته وایم چې دا کار وکړه، که نه غلبېلوم دې، ته مختار یې که مجبور؟ ژان پل سارتر ورته وايي چې بیا هم مختار یم. ولې؟ ځکه بیا هم پرېکره په ما پورې تړلې چې ژوندی پاتې کېږم او که مرګ غوره کوم.) (۴). چمران، مصطفی. (۱۳۹۹ل). انسان او خدای. ژباړن نقیب احمد عزیزي. کابل: سوله مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز، مخونه ۹۴ـ ۹۵.

(د ژان پل سارتر په افکارو کې (په ماهیت باندې د وجود تقدم) بل هېڅ داسې عیني او څرګند کار چې کولی شو، هغه انساني ماهیت وبولو، وجود نه لري. انساني ماهیت غیر له دې څخه چې وګړي یې تر سره کوي او ټاکي یې، بل شی نه دی. اګزیستانسیالیستان د پراګماتیم سره د انسان کُلي او ثابت ماهیت په انکار کې یووالی لري. اګزیستانسیالیستي فلسفه د انسان د رېښتیني مانا د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي. هغه مفاهیم چې په دغه اړه مطرح کېږي عبارت دي له: د انساني ازادي مانا او ماهیت، د انسان په لاس برخلیک ټاکل، د انسان په ماهیت د وجود تقدم، د انسان غوره والی او د هغه فردي شخصیت، د انسان مسولیت، د انسان د ژوند مانا، د انسان مرګ او درد او نور مسایل.) (۵). منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخونه ۱۱۵ـ ۱۱۶.

د وجودي فلسفې له پورتنۍ نظريې داسې انګېرو چې په انساني کړنو کې واک له انسان سره دی او کولی شي چې ښې کړنې سرته ورسوي او بد ونه کړي، خو داسې هم نه ده، ډېرې بدې کړنې د انسان په لاس کې نه وي او په غیر ارادي ډول په انسان تپل کېږي.

(سارتر د الله تعالی له وجود څخه منکر دی، خو سره له دې وايي چې په انساني وجود کې یو داسې عنصـر شته چې هغه د مادي کایناتو برخه «جز» نه دی.) (۶). شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱.

د سارتر له لیده به هغه موجود کوم وي چې له مادیت سره تړاو نه لري. په انساني وجود کې دغه برخې ته اروا او زړه ویلی شو او یا هم دا باطني نړۍ ده. د انساني عناصرو په پام کې نیولو سره له دوو عنصـرونو جسم او له دوو نورو اروا جوړېږي.

(د انسان وجود دوه برخې لري. یو مادي او دویم اروايي. مادي جسم د مادي کایناتو یوه برخه ده او هغه د مادي فطرت د قوانینو لاندې مجبور دی او د نورو څارويو غوندې د مادي فطرت له قانون څخه د باندې نشـي وتلی؛ خو  دویم ځای یې د مادي کایناتو له جبر څخه لوړ دی. په ذاتي ډول انسان په کایناتو باندې د واک او اختیار صلاحیت لري. هغه فطري غوښتنو ته غړوندي اچولی شي او د نورو څارویو په ډول د جبر مريی نه دی. څاروي د تندې په وخت کې په اضطراري ډول اوبو ته هڅه کوي او هغوی مجبوره دي چې د خپل جبر او مادي فطرت په تحریک روان نشـي؛ خو انسان له دې سره توپیر لري، هغه چې تږی شي، دا توان لري چې اوبه ونه څښي، چې وږی شي خوراک نه کوي. انسان د مادي فطرت غوښتنه، د عقل او پوهې په رڼا کې پوره کوي، نه ګوري چې مسلمانان ټوله ورځ روژه نیسي، نه څه خوري او نه څه څښي، په خپل جسم کې تصرف نه کوي.) (۷). شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۴.

انسان نه شي کولی چې له مادیت څخه ځان خلاص کړي، خو دی د معنویت خوا هم لري او کولی شي، له نورو موجوداتو سره متضاد عمل تر سره کړي. که حیوان تږی شي او یا د شهوانیت غلبه پرې وشي، نو دی ژر تر ژره عمل تر سره کوي، د عاقبت په فکر کې نه وي. انسان کولی شي چې د ښو او بدو په اړه فکر وکړي او عمل تر سره کړي. که انسان د (ایډ) برخه لري؛ نو په همدې وخت کې د (ایګو) او (سوپر ایګو) توان هم لري. څاروي ډېر وخت دا سنجولی نشـي چې ښه او بد څرګند کړي، خو بیا هم د شعور په برکت کولی شي چې ځينې ښې کړنې سر ته ورسوي، خو د عقل او تفکر برابري یې له انسان سره ناممکن دی. کله چې انسان فکر کوي، د زړه قوت، انساني حسونه او په دوه ګونو جوړښتونو غږېدل، د معنویت خوا لري.

په وجودي فلسفه کې مطلق اختیار ته ارزښت ورکول کېږي، خو حقیقت دا دی چې انسان د اختیار او جبر په دننه کې ژوند تېروي. شاعر په دویم نیم بیتي کې د لومړي نیم بیتي د تصدیق لپاره د ستي دود یو اختیاري کار ګڼي او دغه کار په ارادي ډول د یار د یو ځای کېدلو لپاره تر سره کېږي.

ماخذونه

(۱). سیماب، نصیب الله. (۲۰۱۹ز). د کره کتنې اصطلاحات. (دویم چاپ). کوټه: پښتو اکاډمي بلوچستان، مخ ۳۶۹.

(۲). میا داد، اخوند. (۲۰۱۱ز). د اخوند میاداد دېوان. څېړنه بدرالحکیم حکیم زی. لاهور: اداره نشر المعارف، مخ ۷۹.

(۳).کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۷۶.

(۴). چمران، مصطفی. (۱۳۹۹ل). انسان او خدای. ژباړن نقیب احمد عزیزي. کابل: سوله مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز، مخونه ۹۴ـ ۹۵.

(۵). منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخونه ۱۱۵ـ ۱۱۶. 

(۶). شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱.

(۷). شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۴.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب