د ۱۳۹۷ کال د سرطان په اته ویشتمه نېټه په کابل کې د ملت بابا د تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته تللی وم. د غرمنۍ په وخت تصادفا له پخوانی منصبدار جنرال پاچا تڼي سره یو ځای کښېناستم. ما دی پخوا نه و لیدلی خو خبر وم چې د لومړني ولسمشر داوود خان او د هغه د کورنۍ د غړیو مړي ده په خاورو کې پټ کړي وو او د هغوی هډونه وروسته له څو لسیزو د ده په مرسته پیدا شول. دی په ۱۳۹۷ کې اووه اویا کلن و.
ما ورته وویل، جنرال صاحب، د موسی شفیق د دفن ځای در معلوم نه دی؟ ده وویل:«دقیق نه پوهېږم خو دومره پوه یم چې دغسې کسان ټول په پولیګون کې خښ دي، البته شفیق چې یې واژه، زه ورته ولاړ وم.»
د داوود خان په اړه چې د جنرال پاچا تڼي د خبرو دقت ثابت شوی و، د شفیق د شهادت په باره کې خبرو ته یې غوږ،غوږ شوم. د هغه د شهادت په اړه مختلفې خبرې شوې دي خو ما ته پکي د جنرال روایت واقعي معلوم شو.
ده وویل:« په هغه ځل اووه، اته کسان یو ځای اعدام شول چې موسی شفیق،عدلیه وزیر وفي الله سمیعي او خارجه وزیر وحید عبدالله هم پکې ول. د ثور د کودتا اتمه شپه وه. د شپې دولس بجې وې. د روسي جیپ د څراغونو رڼا ته یې ودرول، ویې ویشتل. شفیق ته یې تر ډزو له مخه وویل چې: خیانت دې کړی دی، د هلمند اوبه دې پلورلي دي. شفیق ورته وویل:« زه درې لوڼې لرم، به کوټه کې یې سترنجي اواره ده، معلومات کولای شئ. د هلمند اوبه که ما خرڅولای نو زه خو یوازې نه وم، پارلمان وو، وکیلان وو، ستاسې کسان هم په ولسي جرګه کې وو، هغوی خو به خیانت نه کاوه.»
ما جنرال ته وویل: دا دی د ملت بابا په تلین کې ناست یې، د داوود خان ذکر هم په ارمان ارمان کوې، نو په تا باندې د خلق حکومت څنګه اعتبار کاوه چې په دغسې ځایونو کې یې پرېښودلې؟
ده وویل،« اسلم وطنجار او جنرال رفیع مې ټولګیوال وو، له هغوی سره د اشنایي په اساس په ما باندې باور شوی و.»
موسی شفیق په ۱۳۵۱ کې د ایران له صدراعظم امیرعباس هویدا سره د هلمند سین د معاهدې د لاسلیکولو په مراسمو کې په خپله اوږده وینا کې ویلي ووچې دا تړون به ولسي جرګې ته ځي او د هغوی تایید به ورته پکار وي. ګواکی د شفیق په ذهن کې له هماغه پیله دا وه چې که وپوښتل شي چې ولې دې معاهده کوله، دی به ورته وایي چې ما په خپل سر نه ده کړې، د ملت د استازو تایید راسره و. جنرال پاچا تڼي چې د شفیق صاحب له قوله څه وویل، ما ته همدا د ۱۳۵۱ وینا رایاده شوه. له بلې خوا د مرګ په وخت کې انسان ته غالبا اولاد وریادېږي او خصوصا چې اولاد بې سرپرسته پاتېږي. نو د جنرال په روایت کې مې شک پیدا نه شو او یقین مې راغی چې د شفیق صاحب د ژوند وروستۍ خبرې به همدا وې.
د هلمند سین د معاهدې په وخت په افغانستان کې اوازه خپره وه چې شفیق په کابل کې ځان ته خورا شانداره کور جوړ کړی دی او د کور تشنابونه یې د لاجوردو دي، حال دا چې شفیق بېخي کور نه درلود او د داوود خان په جمهوریت کې چې له دوه کلن بنده وروسته ازاد شو، د اوسېدو لپاره نور احمد اعتمادي په قرغه کې خپل ځای ورکړ.
که د ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کې د هلمند سین د معاهدې د وختونو مطبوعات وګورو، رامعلومه به شي چې د تړون مخالفت یوازې چپیانو او د راتلونکو میاشتو کودتا کوونکو(داوود خان او ملګرو یې) نه کاوه، بلکې ګڼو منځلارو او معتدلو سیاستوالو یې هم غندنه کوله. کله چې د یوه پردي ملک یا یوې ډلې یا شخصي ګټو په خاطر د یو چا یا د هغه د یوه اقدام په خلاف ماهرانه تبلیغات وشي، هاله بیا دا امکان زیات دی چې ګڼ بې غرضه کسان هم پر هغه اقدام شکمن شي. داسې ځکه کېږي چې خلک معمولا د خوند لپاره خبرې اوري او په شوق یې نورو ته رسوي خو په اسانه ځان ته زحمت نه ورکوي چې له اورېدو وروسته یا له اورولو مخکې غور ورباندې وکړي. د پخوانو دا خبره سمه ده چې د دروغو مزل لنډ وي او دا یې هم سمه ده چې څو رشتیا راځي، دروغو به کلي وران کړي وي.
د شفیق هغه کار چې د ده د سر په بیه تمام شو، اوس د ده لوی خدمت بلل کېږي.
نن ورځ که د جنوب غرب په حوزه کې له هلمند سین او مرستیالانو یې بې غمه استفاده کوو او یا مو د کمال خان بند ته د امېد سترګې نیولې دي، حقوقي زمینه یې نیمه پیړۍ پخوا شفیق صاحب برابره کړې وه.
د هلمند سین تړون په پنځمه ماده کې لولو:« ایران د هلمند پر اوبو، له هغه اندازې پرته چې په دې تړون کې ټاکل شوې ده، نوره هیڅ ادعا نلري. ان که د هلمند سین په ښکتنۍ دلتا کې اوبه زیاتې هم وي او د ایران پکار هم وي.»
ولسمشر غني چې د ۱۳۹۵ کال په ژمي کې، د خارجه وزارت په ستور ماڼۍ کې د شهید شفیق د یاد او قدردانۍ غونډې ته وینا کوله، اورېدونکو ته همدا پنځمه ماده واوروله. شاید غوښتل یې د کمال خان بند د جوړېدو په لاره کې احتمالي خنډونو ته حقوقي ځواب ووایي.
هغوی چې په شفیق باندې یې ډزې کولې، شاید په رشتیا فکر کاوه چې شفیق د هلمند اوبه پلورلي دي، مګر د دوی مشرانو دغسې فکر نه کاوه، ځکه د خپل قدرت په دوران کې یې هیڅکله د هلمند اوبه یادې نه کړې او ان په هغه وخت کې ېې هم اشاره ورته ونکړه چې له ایران سره یې روابط ډېر خراب وو. هغوی نو ولې د داسې کسانو نیولو او وژلو ته بیړه وه؟ له هغوی سره زور و خو د زور د کنټرول میکانیزم نه و. مثلا ازادې رسنۍ یې نه زغملې چې د غټانو غلطې چارې افشا شي، قانون نه و چې درې ګونې محاکم، مستقله قضاییه قوه، مدافع وکیل اوعادلانه محاکمه لازمي عناصر وګرځوي، د مقرریو لپاره اصول نه وو چې د لیاقت په اساس یو څوک راشي، بلکې په ډله کې غړیتوب او انډیوالي لوی معیار و او یا مثلا د ازادو انتخاباتو او ټاکلې مودې لپاره د حکومت کولو تصور نه و چې په بې قدرته سبا کې د پوښتنې وېره رامنځ ته کړي. د هغه وخت د انقلابي شورا مشر یوه ورځ د خپل ګوند ځوانانو ته په وینا کې چې د راډیو، تلویزیون له لارې خپرېده، وویل، موږ لاره درته پرانیسته، اوس په ساعت کې سل کیلومتره ځغلئ!
څرنګه چې د وطن ابادي او د خلکو خدمت امکانات او تخصص غواړي، نو سرعت پکې سل څه چې شل نه و خو نیولو یا وژلو ته نه تخصص پکار و، نه لګښت او نه یې زحمت غوښت. که چېرې دوی انسانان په خپل ذهن کې د ښو او بدو پر دوو دښمنو ډلو نه وېشلای او دا خام فکر ورسره نه وای چې حکومت د نیولو او وژلو په مټ ټینګېږي، بیا دا امکان زیاتېده چې خرابي یو څه کمه شي خو دغسې فکرونه چې د قدرت د کڼترول د مکانیزم له نشتوالي سره یو ځای شو، نو هغه د خوشحال خټک خبره:
چې د اور بڅري باد سره رفیق شي
نور هاله کا په ملکونو لمبې بلې
په ۱۳۶۰ کلونو کې مې په پېښور کې یادېږي چې زما پلار خپل یوه دوست او د شهید شفیق یوه نژدې عزیزعبدالوکیل صداقت مرحوم ته وویل چې کاشکې مو شفیق صاحب هم هجرت ته تشویق کړی وای؛ د صداقت صاحب ځواب و: زه د ثور د کودتا په سبا ورغلم، ورته ومې ویل چې دا خلک دې ژوندی نه پرېږدي، زه پاکستان ته اوړم، ته به هم راسره شې، خو شفیق صاحب وویل،« پاکستان ته مې تګ زړه نه غواړي او بل نور محمد تره کی مې د انګلیسي استاد و، سره پېژنو، ګوندې ډېر مشکل راته پېښ نه شي.»
یو چا ویلي وو چې انسانان که د یو بل د زړونو له منځه خبرېدای، له یو بله به په تېښته کې وو، ځکه بلا کینې او رخې به ېې پکې لیدلې. رخه او حسادت د ګڼو جرمونو مورینه ده. کله چې د زور د خاوندانو قدرت د قانون په ذریعه کنټرول نه شي، نو رخه هم کافي ده چې ډېرې د کار ککرې خاورې شي. هغه څوک چې رخه ورسره کېږي، یو حسن او کمال لري او حاسد له هغه چا سره حسد کوي چې پېژني یې.
شفیق چې بې قانونۍ وواژه، د هېواد لپاره یې د قوانینو د تدوین په برخه کې شاید تر بل هر مققن زیات خدمت کړی وي.
د افغانستان د سلطنتي نظامونو په اوږده تاریخ کې خلکو ته د خپلو حقونو د ورکولو له نظره د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون تر ټولو بختوره پېښه بللای شو چې څودېرش کلن موسی شفیق پکې تر ټولو لویه برخه لرله. دغه راز د افغانستان لپاره د ځینو نورو مهمو قوانینو په تدوین کې د ده ونډه ستره وه. د نولسمې پېړۍ دنمارکي فیلسوف کیر که ګارد(Kierkegaard) ویلي وو : مستبد مري او واکمني یې ختمېږي خو شهید مري او واکمني یې پیلېږي. کیر که ګارد دا خبره ظاهرا د مسیحي عقیدې او تاریخ په رڼا کې کړې ده چې ګواکې عیسی السلام ووژل شو، راژوندی شو، اسمان ته وخوت او دین یې نیمه نړۍ ونیوله. ګومان کوم داسې هم ویلی شو چې قاتل او مقتول دواړه، د قابیل او هابیل په شان، د خلکو په خاطرو کې نه مري، دواړه ژوندي پاتېږي، دا یو د تاریخ په دوزخ او بل یې په جنت کې.
د وري شلمه، ۱۴۰۱
ډیره زیاته مننه ښاغلی غضنفر صیب، واقعا د ارواښاد شفیق صیب په شهادت رسولو او د هغه د حقوقي کارنامو کې مو تاریخي شالید راخیستی، واقعا دا تاریخ د ځوان کول لپاره اړین دی چې ویې لولي او ځان پرې خبر کړي.
مونږ نن هم په خپل نن کې پرون بیا محسوسو او همدارنګه ډیرو مشرانو ته پکې تیر تاریخ منعکسیږي، کاش چې د تاریخ نه پند او سبک واخیستل شي.
الله پاک دې د افغانانو او افغانستان ساتنه وکړي. آمین
کاشکی په تاریخ کی د ارواښاد شفیق شفیق په شان ددی ملک نوری میندی څور نور بچیان دنیا ته راوړی وای. ارمان چه په افغانستان کی هیڅ کوم خاین، قاتل او داړونکو لیوانو ته چا وړ جزا ورنه کړه او شفیق غوندی عالم، فاضل، مدبر او خدمتګار د تاریخ د مجرمینو په واسطه له منځه ځی.
مع الاسف د اجرتی قاتلو ملیشو استخدام د دښمن د استخباراتو له خوا همداسی مرتکب د جنایاتو شوی چي یو پلید ملحد ګروپ زموږ د سر سړی د بادارانو په دستور ،ملی او تاریخی جنایات منحیث
ارذل الناس تاریخ بشریت ترسره کړل چي تبعات یی تر نڼ دوام لری۰
ولا تزد الظالمین الا تبارا
خدای جله جلاله دی ارواښاد شفیق وبخښي الله ددی روژې په برکت زموږ دعاوی ورته قبولی کړی. مګر ماسره دا سودا پیدا شوه، زه چی عکس کی شفیق صاحب او دده فکر ته ګورم: که نن ژوندی وای خو دی طالبانو خو ژوندی نه پرېښود ځکه یو خو یی نکتایی ده بل داچی ږیره نه لری او دریم دا چی شفیق د پاکستان سخت مخالف و هغه یو شعر (ته و خدای په دی قواره) هغه یی همدی پاکستان ته په پیغور لیکیلی و، نو دا ډول وطندوست سړی نه تنظیمو او نه طالب، (یعنی پاکستان) نه تحمل کاو لکه چنیزایی ، جنرال رحمت الله، الفت، مجروح او پزواک یی چی تحمل نکرل پژواک هسی خدای وساته که نه (ای س ای) یی د قتل حکم ورکړی و. د دی ډول خلکو د قتل کولو فرمانونه ارواښاد شپون ته ښه مالوم و. هغه شخصی مجلسونو کی ددی ډول ډیرو قتلونو کیسی کولی ډیر یی مشهور نه وو او نه څوک ورباندی خبر شول لکه انجیران، ډاکتران او نور چی د پیښور بیلابیلو ځایو کی ترور شول د وطن روشنفکرخدمتګاران چا د مسلمان او چا دکافر په نوم شهیدان کړل او دا سلسله لا روانه ده
کم کار چي طالبان کوي ستانفس نه اخلي کنه د ملي تلویزون راپور وه ګوره د کوشتیفی کانال ده.
هو ښه او بد په هر چا کي سته.
SHAHID MUHAMMED MUSA SHAFIQ
ROKH DEE KHAAD WEE.
DE WATAN DE TARAQI ARMAAN YEE DE ZAAN SARAH YOOWER.
DOROOD AW SALAM YEE PAAK ROOKH TAH WAYEEM
razmohammed. kamawal
د دی وطن په نصیب ندی رسیدلی خلک ……چی یی موندلی دی په کاڼو یی ویشتلی خلک. الله ج د نوموړی ته د فردوس جنت ور په نصیب کړی، هغه مهال زه هم د ښوونځۍ زده کوونکۍ وم ښه می په یاد دی چی ټولو دا یوه ډنډوره ږغوله چی اوبه یی خرڅی کړی دی هیڅوک یی هم په مانا نه پ،هیدل هماسی د چیغی په سرکی په تلو خوښ وو،دا زمونږ د هغی مهال ټولنیز شعور وو او بیا همداسی د داود خان په وخت کی د وطن ډیر ښه زامن لکه شهید محمد هاشم میوند وال د پرچمیانو لخوا (چی د داود خان په دولتی اډانه کی یی ځاله کړی وه) په زندان کی پځپله نکتایی غرغره شو او نوم یی ورباندی ځانوژنه کشیښیود. د اروا ښاد محمدموسی شفیق شهادت هم د خلقی رژیم لخوا تر سره شو. بیا دغه ډیر نیږدی د ناکامورا وژنه د طالب عمالو لخوا چی هیڅ توجیه هم نلری تر سره شوه. همداسی دیته ورته نور قتلونه یاوازی د ایدیولوژیکی اختلافونو په سبب د پردیو د موخو په پار شویدی چی زموږ د ټیټ ټولنیز شعور ویاندویی کوی لکه د فرخندی شهیدی وژل چی انسانیت ورباندی شرمیږی هغه هم د داسی خلکو په لاس چی ځیرک ګرځنده تیلیفونونه یی په جیبونو کی وو بس د یوه جاهل د یوه غږ په توسن پدی دنیا په اور کی وسوځول شوه چی په اور کی سوځول په هغی دنیا کی هغه هم د خدای حق او اختیار دۍ نه د بنده! مګر زموږ پّ وطن کی دا ټولی لوبی شویدی او لا روانی دی، او دغه زمو د جهالت په توسن. د طالبانو دوهم ځلی راتګ د شمالی ټلوالی هماغه تبلیغات چی د شرم وړ دی مګر تر اوسه هیچا هم غوږ ندۍ ورباندی ګرولۍ. په دری کی یو متل دی کوم چی وایی:آزموده را آزمودن خطاست مګر موږ هرځلی بیا هم هماغه زاړه خاینان او ګناهکاران تجربه کوو، او دغه زمو لویه خامی ده.
تولو
خلکیانو
پرچمیوانو
اخوانیانو
چه قودرت ته روسیدولی نو ظولمونه یی کوری
دو
خکلیان، پورچمیون دو روس نوکوران، ستمون او شولیان دچین او ایران نورکرون- اخوانیون د انګلیس او پونجاپ نوکران
دولته دسړی ځومن نوشته – بیغیروته مخلوک دو
سلامونه،
استاد غضنفر ډیره ښه لیکنه کړې. نومیالي دي چ یادېږي.
شهید م.موسی شفیق د م.ظاهر شاه د دوران آخرنی صدراعظم و. زما په یاد دي،زه حبیبی لیسې آخر صنف کې وم. هره بیانیه به ې ټکی په ټکی په پښتو او دري ملي ژبو ويله. د دې په څنګ کې په انګریزي او العربی هم پوره وارد و.څه وخت مخکې ې م.م.م. کې یوه وینا رسنیو باندې خپره شوه چې له یادو په روانه انګلیسی خبرې کوي او فکر کوم همهاغه کلېپ کې ېې د هلمند سین د اوبو دفاع هم کړیده.
د تېرې پېړۍ په ۶۰-۷۰ میلادي لسیزو کښې همدا اوږدې شقيقې ، اوږده ویښتان او لوکسه نکټایی او لوېې پایڅو والا پطلون موډ ول!. مګر کار اهل کار ته سپارل کیدل. په لس کلونو کې ۵ صدراعظمان نوي شول او ټول په دیني او دنییوي علومو سمبال ول
سلام قدرمنو لوستونکو او تبصره کونکو ملت جوړونه ابتکار او هر اړخیزه سوچ غواړی.
د ژوند هره برخه مبدا ء لری او مبانی داستاد غضنفر لیکنه ځانګړی سبک لری . غضنفر زموږ فرهنګ کې تل يوڅه دمحافظه کاری او احتیاط څخه کار اخلی ځکه زموږ ټولنه لاډیر مشکلات او کړکېچونه لری او ددانش ، سواد، او لید لوری کچه ډیره ټیټه ده!نو غضنفر دغبار له نڅا ګرو ځان ساتی. دحیرانتیا خبره داده چې استاد له شهنواز تڼی یو لوی ببر جوړ کړی حال داچې هغه له میاشی نه هم کمزوری وه. منصبدار+ جنرال+ اوپاچا+ کمونست نه جمع کیږی داد مردار خور کمونیزم دایرو بڅرکی وه چې سپرغیو ته یې اوس تام ویست هم کته او پورته کیږی.
شهید محمد موسی شفیق څو دیرش کلن صدراعظم سره ډیر خوان وه دملت ژبه،عقاید، کلتوری او ثقافتی تجربه یې نه درلوده چا ملا هم ور سره ونه تړله هغه غوښتل چې بدلون راولی خو بدلو ن اسباب او وسایل غوښتل، دملت جوړونې سافت ویر یې نه وه.د پارلمان غړی او وزیران سرتمبه اټکلی انتصابی ډوله تور لښکر وه زموږ لنډه بوچه بیطرفه پا چایی چمتو نه وه او نمایشی رنګ یې درلود ددموکراسی لپاره مو په احساساتی ډول لکه غنی مټکور بی دینی لاروته زمینه برابروله حکومت او اداره مو دقدرت اومقام په پاچاډوز لوبه بدله کړی وه.دابحث اوږد دی اوس یې پریږدو.
ما موسی په کرغه کې له نژ دې ولید ماښام نژدې وه موږ یې دهوتل په ځینو کې ودرولو او پوښتنې یې وکړلې او دایی هم وویل کوم ښوونځی کې یاست؟ دشفیق ستر صفت داوه چی هغه له ولس څخه دمقام به نوم خان لېرې نه ساته!
سلام ښاغلی شزیف زاد
ما نه غوَښتلو چې دې حقه روژه کې څوک خفه کړم خو تا دا دویم ځل دروغ وويلې نو واوره:
د ډاکتر ایراهیم شینواري مقاله کې دې د تبصرې په مهال زه کمونیست بللی وم خو زه د کمونیزم د زوال نه وروستو پیدا شوی یم او دا دروغ دې هم وويلې چې زه دې پیژنم. زه تا سره او ته ما سره کله پیژنې؟ ؟ ؟
بل بوس دې اوس باد کړو چې جنرال پاچا تڼي دې شهنواز تڼي وبللو.جنرال پاچا خان په قوم تڼي دي خو هر تڼي خو نه شهنواز نه وي. دا حقه روژه او دروغ.
خدای مې دې غاړه نه بندوي یو بل بوس دې هم باد کړو چې زه مکتب کې وم او شفیق صدراعظم مې قرغه کې وليدو. که رښتیا وایې نو توضیح کړه چې کوم کال. ته کوم کال د مکتب څووم کې وې. بل څوک درسره وه او شفیق صدراعظم قرغه کې کوم ځای کې تا ولیده؟ مقصد که دې بیا بوس باد کړه بیا دې هم سوال کې راګیروم. والسلام
سلام
داچې ته شاهد محکمه قاضی او ثبوت غواړې داهم امکان لری ویره نشته داچې تا ډایپر اغوست دا بیا زما مشکل نه دی لږ ادب په کاردی
شهید محمد موسی شفیق یو ریښتینې په هیواد مین افغان و چی نه یوازی ځان يی په دیني او عصري علومو کی په نړیواله کچه رسولې و بلکه د افغانستان او افغانانو د اساسی او بنیادی ستونزو نه اګاه و او ورباندی دردیده.
په خاص ډول د ځوان نسل د بیدارۍ لپاره يی ډیری هلی ځلی کولی چی ځوان نسل د علم په وسله سنمبال شی او دهغو تورو جاهلانو په دام کې راګیر نشی چی خپل تور جهالت ته يی ددین او مذهب پوستکی اغوستی او له ځانونو نه يی ددین ټیکه داران او خدایان جوړ کړی. چی ژوندې مثال يی د افغانستان اوسني زورواکان دی چی خپل تور جهالت يی په افغانستان باندی دشریعت او دین په نوم مسلط کړی دی.
هیڅ یو استبدادی رژیم د علم او پوهی خاوندان نه شی زغملی او خپلی واکمنۍ ته يی لوی ګواښ بولی او همدا علت و چی موسی شفیق د کمونیستانو له خوا په شهادت ورسیده. الله تعالی دی هرهډوکې په جنت کړی.
د اوسني استبدادی رژیم دښمني هم د علم او قلم د خاوندانو سره د چانه پټه نده.
اوس هم ددین ټیکه داران او ددوۍ پیروان په یوه او بله څیره ځانونه راڅرګندويی او په داسی ریښتینو افغانانو او سپیڅلو مسلمانانو باندی ټاپی لګوي.
لاندینې شعر يی ددین د ټیکه دارانو اصلی څیري روښانه کوي:
دین يی دام دی ددنیا په لارکې ایښی
پری رااړوي وحشیان د مخلوقات
د هغو په لور يی سترګی وی خپلی
چی په لاس يی سرسایه وی یازکات