Homeخبرونهاردوغان د انتخاباتي کمپاین لپاره څه باندې ۳ زره افغان پناه غوښتونکي...

اردوغان د انتخاباتي کمپاین لپاره څه باندې ۳ زره افغان پناه غوښتونکي شړلي

تاند: ( يک شنبه، د حمل ۲۷ مه) په ترکېه کې د ولسمشريزو ټاکنو له کمپاينونو سره هم مهاله، د دغه هېواد حکومت څه باندې ۳ زره افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې شړلي دي.

ترکېه کې په ناقانونه توګه د میلیونونو کډوالو موجوديت د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو يو مهم بحث دی.

ویل کیږي، چې د دغو کمپاينونو پر مهال مخالف نوماند پر ولسمشر اردوغان د ناقانونه پناه غوښتونکو پر وړاندې د کمزوري عمل له امله سخت فشار اچولی دی.

د راپورونو له مخې، د اردوغان حکومت د دغو فشارونو په مقابل کې د زرګونو افغان کډوالو د ويستو امر کړی.

راپورونه څرګندوي، چې يوازې تېرو درېيو مياشتو کې ترکېې له خپلې خاورې تر ۳ زرو زيات افغان پناه غوښتونکي ويستي.

د ځینو ارقامو پر بنسټ، په ترکیه کې شاوخوا درې سوه زره افغان پناه غوښتونکي مېشت دي.

له دوی څخه يوه لويه برخه یې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، دغه هېواد ته تللي چې د جمهوري نظام مخکښې څېرې او منسوبین هم پکې شامل دي.

1 COMMENT

  1. ځواب يې اخوانيان ورکړي. دوی اردوغان د اسلامي امت امير بولي، نو د مسلمان امت په دې سختو شرايطو کې چې خلک له هېواده تښتي، نو د اسلامي امت امير يې بيرته ورليږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...