Homeخبرونهطالبان: پاکستان د اختر په مناسبت افغان بندیان را خوشې کوي

طالبان: پاکستان د اختر په مناسبت افغان بندیان را خوشې کوي

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ )  د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان د اختر په مناسبت د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو ډاډ ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

سرچینې ویلي، چې په دغو خبرو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمیر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي مسایلوهم خبرې شوي دي.

ویل شوي، چې د بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه ملا متقي کړې او پاکستاني وزیر په دې اړه ډاډ ورکړی.

طالبانو دا هم ویلي، چې پاکستان ورسره د دیپلوماتیکو اړیکو د ودې ډاډ ورکړی.

دوی د خوشې کیدونکو بندیانو شمېر او د دیپلوماتیکو اړیکو د ودې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...