جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+عاطفی ذکاوت | پوهاند محمد بشیر دودیال

عاطفی ذکاوت | پوهاند محمد بشیر دودیال

(Emotional Intelligence/EI)

انسان د مځکې پر مخ یو متکامل او با احساسه ژوندی موجود دی چې د خپل هوش، ذکاوت او شعور له امله له نورو ژویو سره ټوپیر لري. انسان د شعوري کار او د ژبې د کارولو د اوصافو په لرلو دژوند ډیرو برخو کې پرمختګونه وکړل. د انسان دماغ یو پیچلی خاصیت او ډیره لویه توانایی لري.

د انسان د نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ؛ د ده یوه ځانګړنه د احساس اوعواطفو لرل دي. عواطف د پېښو د درک، دپدیدو د پیژند او د چاپیریال د بیلابیلو مسایلو او دریځونو سره د انسان هغه  چلند دی چی ده  ته له فردی پلوه مهم وي. عاطفی چلند او تجارب درې ډوله دي: د ذهنی  چلند تجربه، فیزیولوژیکی چلند او  کړه وړه. احساسات یوه عاطفی تجربه ده. په دې ډول د انسانانو احساس او عواطف  روزل کیږی او محیط پورې اړه لري. د ده عواطف او احساس، نوموړی ځانګړو کړونو ته وربولي او انګیزه ورکوي. عاطفه یو انګیزوی غبرګون( emotional reflect)او کړنه ده. د نن ورځې د ښوونې او روزنې یو مقصد دا دی چې په انسان کې عواطف او انګیزه/هیجان(Emotion) و روزل شی. په دې توګه عاطفه او هیجان د ده ادراک پورې اړه لري. ادراک د ذکاوت استازیتوب کوي. د انسان بیلابیل حالات لکه غم، خوښي، غوسه،عصبانیت، ویره،اضطراب، ستوماني او نور هریو عاطفی اوصاف دي، چې ځینو کې ښه روزل شوي، ځینو کې ندي روزل شوي، ځینی خلک مناسب وخت کې دا عواطف څرګندوي، ځینې نور یې نه څرګندوي.  موږ په یو وګړي کې د ځینوعواطفو او احساساتونښې له ورایه لیدلای شو، مثلاً کله چې یو څوک د قصاب په لاس د چرګ حلاول وینی او ډیر ورته خواشینی شی، دا وګړی عاطفی دی. ممکن یو بل وګړي ته دا پېښه عادي وي او په احساس او عاطفه یې تاثیر ونه کړي. عاطفی انسانان، مهربان، شفیق، ژمنې ته وفادار، ژر خوشحاله او ژر خپه کیدونکی، باورکوونکی  او د ژور فکر کولو د استعداد لرونکي وي.

د عاطفي ذکاوت لرونکي وګړي د خپل ځان او نورو خلکو د احساساتو په اړه پوهه او هغه توانايې لري چې احساس وپاروي او مدیریت یې کړي. دوی په شعوری ډول له ځانه د موثریت لوړه درجه لري، تل مواظب وي  او د چاپیریال محدودیتونو څخه خبر وي. برعلاوه، دغه افراد خپل ځانونه تشویقوي او کومه منفي کړنه نه ترسره کوي، دوی د نورو  خلکو په احساساتو پوهیدلای شي.

عاطفی ذکاوت(Emotional Intelligence) مساعد او انسانی ماحول کی وده کولای شی او له چاپیریال او شاوخوا وګړو څخه زده کړه کوي. کورنیو ته توصیه کیږي چې خپل ماشومان د تاوتریخوالي، جګړې او غوسې له چاپیریاله وژغوري، بلکې دوی د ترحم، مهربانی، هنرونو، ادب، ښکلا، تساند او سولې په ماحول کې وروزي. په همدې خاطر په وړکتونو او لومړنیو ښوونځیو کې ماشومانوته ښځینه ښوونکی ګومارل کیږي. ښځینه د عواطفو برخه کې ډېرې ځیرکې دي.

دا په دې مانا نده چې عاطفی انسان به غوسه، نفرت او خپګان نه بیژنی، بلکې عاطفی انسان د ناوړه چلند، بیعدالتی او ظلم په لیدو لازیات غوسه او خپه کیږي. په دې توګه د خوښي وړ او ناخوښي احساسات؛ دواړه انسانی ټولنه کې ضرور دي. عاطفه او احساس لرل یو استعداد او ذکاوت دی. هیره دې نه وي چې دوه ډوله استعداد پیژنو:

عادی استعداد: دا  د یو شمیر پوهنو او مهارتونو لکه٬ د ژبې زده کړه٬ مسلکی مهارت ٬ او دمفاهیموتحلیل ریاضی او نورو کې مهم دی، اما  عاطفی استعداد چې احساسات تنظیموی له دې څخه جلا او پیچلي  او د ځانګړي ماحول غوښتونکي دي. په زړه پورې ده: څیړنو وښوده چې عادي استعداد  د یو شخص په بریالیتوب کې صرف  ۲۰٪رول لري، پاتې ۸۰ فیصده موفقیت یې عاطفی  ذکاوت او انګیزې پورې اړه لري. عاطفی ذکاوت انساني او د همکاری چاپیریال جوړوي. هغوی چې ضعیف عاطفی ذکاوت لري، ټولنې او خلکو سره روابط نشي ساتلای او مطلوب محیط نشی ایجادولای.

د معاصرې ارواپوهنې موخه د عواطفو ښه روزنه او په وګړي کې د عاطفي ذکاوت وده ده چې دغو څیړنو کې د(Goleman) نوم نشی هېریدای. د دغې علمی څانګې دنده  د وګړي په احساساتو او توانايي پوهیدل او انسان ته داسې توانایي او انګیزه ورکول چې رغوونکې دندې ترسره کړي ، خلاقیت ولري او تل هڅاند اوسي.

دعاطفی ذکاوت بحث له نولسمې پیړۍ څخه رادېخوا ارواپوهنه کې پیل شو. وار په وار د ذکاوت د څیړنو په برخه کې علاقه زیاته شوه. د وخت په تیریدو سره، د (E I) د مفهوم په برخه کې تغیرات راغلل. د ۱۹۳۰ کلونو لسیزه د (ټولنیزذکاوت) په توګه وپیژندل شوه، د۱۹۵۰م. کلونو شاوخوا یې خپل مفهوم احساساتي قدرت ته بدل او اوس ترې د عاطفي ذکاوت مفهوم اخستل کیږي او په دغه نوم سره پیژندل کیږي او  د ډانیل ګولمین په شان نامتو ارواپوهانو پکی لیکنې وکړی. دغه لیکوال په ۱۹۹۸م. کې خپلې څیړنی د کتاب په بڼه نشر او دخلکو ډیر پام ورواوښت. السوغایر په۲۰۲۱م. کې دې برخه کې نورو څیړنو ته پرمختیا ورکړه او یو شمیر مفاهیم یې کره کړل.

له ټولنیزو مسایلو برعلاوه، د کارخانو، سازمانو او تجارتی شرکتو دننه هم دغو اصطلاحاتو لار ومونده، ترڅو مدیران او تصدۍ د فرد له ذکاوت، د مشتریانو د رضایت دزیاتولو برخه کی کار واخلی. دښوونې او روزنی متخصصینو ټولنې ته دسالم فرد په روزنه کې ورته مراجعه وکړه او دطب ماهرینو له روانی پلوه د سالم شخص د جوړیدو برخه کې مهمه وګڼله. طب دا حکم هم وکړ چې دعاطفی ذکاوت اوچتول یو فرد متوازن، روغ او ټولنې سره توافق کوونکی کوي او دټولنیزو کشمکشونو احتمال له منځه وړي، په عوض یې عطوفت، نرمش او تساند رامنځته کوي.

وروستیو څیړنو دا ومونده چې، هغه وګړي چې روزل شوی او ښه عاطفي ځیرکتیا لري، مثبت او ګټور عادتونه لري. یو عالم د دا ډول ځیرکتیا لرونکو په هکله وویل:

People with high EI know their own emotions and the emotions of other people, and they are able to use emotions to think and live better.

 (E I ) یااحساسی روزنه کورنۍ، وړکتون، ښوونځي، ټولنیز چاپیریال، رسنیو او دمشرانو څرنګوالی سره تړلی ده.

متاسفانه په دې وروستیو کې افغانی ټولنه له دې مهمې موضوع څخه ډیره غافله شوې، عاطفی ځیرکتیا او نیک احساس پالنه مو هېر شوی، دې برخه کې مطالعه او د دې پوهې سره سم؛ نوي- راتلونکی نسل سره چلند په پام کې نه نیول کیږي. په همدې خاطر ټولنه کې کرکه، نفرت، تبعیضونه، شخړې، بې عاطفګي او نور ناوړه چلندونه او له سایکالوژیکی پلوه نامتوازنتوب ترسترګو کیږي. یوڅوک د دی دومره نیمګړتیاوو له لیدو سره ډېر زیات خپه شي، چې ولی دا حیاتی او مبرمه موضوع هیره ده.

 د دې خلا(تشیال) د پوره کولو لپاره کورنۍ، ښوونکي، مشران، هنرمندان، رسنۍ، دینی عالمان؛ په تیره بیا د اطلاعاتو او فرهنګ، ښوونی اوروزنې او د روغتیا سکتور دروند مسئولیت په غاړه لري. دې برخه کې پوره معلومات لاندې آثارو کی شته:

  1. Alsughayir The Effect of Emotional Intelligence on Organizational Commitment, 20201

L.D-Baridam, L. Emotional intelligence and organizational commitment in three industrial sub-sections in Rivers State, International Journal of Advanced Academic Research/Social & Management Science2017.

D.Goleman. Emotional Intelligence: Working with Emotional Intelligence. London: Bloomsbury.1998

D.Goleman. Primal Leadership: Realizing the Power of Emotional Intelligence. Boston, Harvard Business School Press.2002.

Salovey, P. & Mayer, J.D.“Emotional intelligence” Imagination, Cognition, and Personality,1990.

دې برخه کې د احساسی ځیرکتیا برخه کی لاندې تشریحی موډل هم شته:

emotional-social intelligence (ESI). Psicothem

2 COMMENTS

  1. سلام
    پوهاند صاحب Albert Einstein وایی
    بینش اومنش ناچمتو مغزو ته نه راځی دواړه دعاطفی ذکاوة پیاوړې غړی دی
    جالب او په زړه پور معلومات دی. وایی دعاطفی ذکاوة کرول فکر کولو ته خبر ور کوی او فکر کول بیا دپوهېدنې اومدیریت عاطفی ذکاوة ته سپاری

  2. سلامونه،

    زه فکر کوم، چې دغه عاطفه، احساس، انګېزه، هيجان او ايموشن ټول له يو بله ډیر لرې مفاهيم دي، خو تاسو د مترادفاتو په تار کې پېيلي.

    والله اعلم!

    ستاسو کشر،
    رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب