پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد اورپټلۍ له لارې د افغانستان انتقالات ۳۴ سلنه زیات شوي

د اورپټلۍ له لارې د افغانستان انتقالات ۳۴ سلنه زیات شوي

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ )  د اوسپنې پټلۍ ادارې طالب واکمنانو ویلي، چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د حیرتانو، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۴ میلیونه او ۶۷۳ زره او ۹۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي.

د دغې ادارې لپاره د طالبانو د رژیم واکمن ملا بخت الرحمان شرافت ویلي، چې دغه ارقام د تېر کال پرتله، ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

د شرافت په خبره، په هېواد کې د انتقالاتو بهیر څخه مجموعاً ۳ میلیارډه او ۱۸۸ میلیونه او ۸۰۰ زره او ۱۳۲ افغانۍ عواید، راټول شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د هېواد د بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۱۲۴۹۲ مټریک ټنه صادرات، ۲۵۳۶۰۳ مټریک ټنه ترانزیت او ۴۴۰۷۸۳۴ مټریک ټنه واردات تر سره شوي، چې لویه برخه یې وچې او تازه میوې، خوراکي توکي او معدني ډبرې وې.

  ملا شرافت زیاته کړه، وروستي یوه کال کې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا، اقتصادي دهلېزونو رامنځته کولو او د افغان ټرانس پروژې د تطبیق مقدماتي پړاوونو د پیل لپاره، د اوزبیکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته، رسمي سفرونه شوي دي.

د چارواکو په خبره، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د ځینو برخو ترمیم، د آقینې- اندخوی د اوسپنې پټلۍ چارو بشپړېدل او د ترکمنستان هېواد لخوا نه یې د افغانستان دولت ته سپارل کېدل، د اړینو فني او تخینکي مهارتونو ترلاسه کولو په موخه، د ایران او ترکمنستان هېوادونو زده کړییزو برنامو ته د ادارې د ۳۹ کارکوونکو معرفي کول او له ګاونډیو هېوادونو څخه د تحصیلي بورسیو ترلاسه کول، په وروستي کال کې د دغې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب