پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتوران:له افغانستانه د ترهګریزو خطرونو پېښیدو اندیښمن کړي یوو

امریکایي سناتوران:له افغانستانه د ترهګریزو خطرونو پېښیدو اندیښمن کړي یوو

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ ) په داسې حال کې، چې د طالبانو د رژیم چارواکي په پرله پسې ډول له افغان خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خطرونو د نه پېښیدو ډاډ ورکوي، خو تازه د امریکا یو شمېر سناتورانو بیا په دې اړه اندیښنه ښودلې ده.

امریکایي سناټور لیندسي ګراهام فاکس نیوز ته ویلي، چې د افغانستان په اړه د جوبایډن د حکومت پالېسي غلطه ده، ځکه له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو وتو د دغه هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښ زیات کړی دی.

ګراهام پر دې باور دی، چې جوبایډن له دغې تګلارې سره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې تکرار ته لار هواره کړې ده.

  یو بل امریکایی سناټور بن کاردین بیا د افغانستان اوسنۍ وضعت د دوحې د نیمګړي بهیر پایله ګڼي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد  بیا د امریکایي سناتورانو له اندیښنو ردولو سره وايي، چې په امریکا کې ځينو سیاستوالانو د د جګړې ملاتړ ځکه کاوه چې په خپله یې له جنګي سرچینو ناوړه استفاده کوله.

 د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ترهګریزو خطرونو د پېښيدو اندیښنه په وروستیو کې زیاته شوې او مختلف هېوادونه یې په اړه اندیښنه ښيي.

2 COMMENTS

  1. په ۱۹۹۴ کې د سند پر بڼسټ چه می له سناتور ګاروین سره د امریکې پارلمان کې ولید، چه څلور نور کسان او ښاغلی د امنیت وزیر د امریکې هم په دې غوڼده کې شریک ؤ، روښانه مې کړه چه دا زوکړی شوی ترویزم به تر امریکې وغزېږي. او بلې خوا نه سند راسره شته چه په سویس کې په ۲۰۰۴ رم کال اخبار کې رامینځ ته شو چه؛ غرب څرنګه د اسلامي تعصب لمن یې خپور کړ!۰ دا ټول د خپله غربیانو فساد دی چه په نړۍ کې اور بل دی!

  2. امریکایان خپله ترورستان دی چی اول آزادی غوښتونکی روزی او بیا یی ترورستان بولی ترڅو بل ډول ترورستان له هغو سره په جنګ کی واچوی.
    دا پالیسی اوس زړه ده او که خدای کول دامریکا دماتی د درزو د فراخوالی سره به نور نړی دترورستانو نه خلاصه سی. له امریکایی ترورستی عملیاتو څخه دمسلمانانو آزادی په لیاره ده او د لازر پایته رسیدلو په هیله یی یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب