Homeخبرونهد احمد مسعود جبهه کې د ناندريو، فساد او نويو ګومارنو راپورونه...

د احمد مسعود جبهه کې د ناندريو، فساد او نويو ګومارنو راپورونه ورکړل شوي

تاند: ( دوشنبه ، د حمل ۲۱ مه) د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د ملي مقاومت جبهی په نوم وسله واله ډله کې د ناندريو، فساد او نويو ګومارنو راپورونه ورکړل شوي.

د دغې ډلې يو شمېر غړو ويلي، چې له يادې ډلې د احمد مسعود کورنۍ ډله جوړه شوې او له مختلفو لارو تر لاسه کیدونکي مالي امکانات ېې حیف و میل کیږي.

څو ورځې مخکې، د احمد مسعود وياند صبغت‌الله احمدي له نورو جزيياتو پرته وويل، چې په دې ډله کې د انحصار د موجودیت له امله، له دغې ډلې بیل شوی.

مخکې د احمد مسعود د دفتر رييس علي احمد عثماني، چې د جمهوري نظام د اوبو او انرژۍ وزير پاتې شوی و، له دغې ډلې جلا شوی و.

راپورونه وايي، چې د دغې ډلې اصلي غړي اکثره د پنجشېر ولايت اړوند دي او د نورو سیمو غړو ته ېې ډېر واک نه ورکول کېږي.

احمد مسعود، امرالله صالح، بسم‌الله محمدي، عتیق‌الله بریالی، صالح محمد ریگستانی، حسین سعید او تاج محمد جاهد، چې د دغې ډلې مهم مشران ګڼل کېږي، ټول د پنجشېر ولايت اړوند دي.

د يادې ډلې د نړيوالو اړيکو مسوول علي میثم نظري ، بيا په افغانستان ډله کې انحصار او پنجشېر سره د ډلې د انحصار ادعاوې ردوي.

د دغې ډلې منتقدانو ویلي، چې د هند، ایران او روسیې له لوري دغې ډلې ته ورکړل کيدونکې پیسې تر ډېره حیف و میل کیږي.

علي میثم نظري بیا دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

د ملي مقاومت ډلې يو بل غړی عبدالحفيظ منصور بیا وايي، چې په دې ډله کې ځینې نوې ګمارنې شوي، چې ژر به اعلان شي.

1 COMMENT

  1. مقاومت خو معلوم سو په دا شل کاله خو اوس بیا د غلاو دوهم مقاومت شروع سو چي بیابه هم شمالي لنډغر ځانونه ماړه کړي نورو پښتنو ته به د جنګ نعرې ډنګه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...