شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالره بیړنۍ...

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

تاند(دوشنبه، د حمل ۲۱مه) د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي نن وویل چې په افغانستان کې له سختو کاختي ځپلیو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ملګروملتو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه انسانان له سختې لوږې سره مخامخ دي او اکثره یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نړیوالو موسسو په مرستو متکي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف پي وايي، په افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو ۹ یې د نس د مړولو لپاره کافي خواړه نه لري.

ډبلیو ایف پي پرون (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعیت ناوړه شوی دی.

د دې ادارې په وینا، تېر کال یې په افغانستان کې ۲۳ میلیونو افغانانو ته مرسته ورکړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اوس په خپله په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د پیسو له کموالي سره مخامخ دی.

دا اداره ټینګار کوي چې صرف دومره پیسې لري چې په روان اپریل کې څلور میلیونه افغانانو ته پرې بشري مرستې وکړي. حال دا چې ټاکل شوې وه چې دوی دا میاشت له ۱۳ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز وايي، د دې لپاره چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې افغانانو ته بشري مرستې ورسولی شي، روانه میاشت ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې خورا کمې شوې او دا چاره سبب شوه چې په افغانستان کې د محتاجانو شمېر زیات شي.

په وروستیو کې اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه راپور کې وویل چې ډیر افغانان، په روانه میلادي میاشت کې، چې په افغانستان کې د روژې میاشت ده، د نس مړولو لپاره خواړه نه لري او اکثره په تش نس روژه نیسي.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د وږو کسانو په غم کې دی چې د طالبانو له لوري د ملګروملتو پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له امله د دې سازمان کارکوونکي لا کار ته نه دي تللي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب