دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهتمیم عاصي: افغانستان د طالبانو له لاسه څلور پلازمېنې لري

تمیم عاصي: افغانستان د طالبانو له لاسه څلور پلازمېنې لري

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ )  د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د طالبانو رژیم د افغاسنتان د اداري او سیاسي جوړښت په بې نظمه کولو تورن کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر د یو شمېر ټویټونو له خپرولو سره لیکلي، چې افغانستان اوس څلور پلازمېنې لري.

د هغه په وینا، دمګړۍ د افغانستان سیاسي پلازمېنه د قطر پلازمېنه دوحه، د طالبانو د واکمنۍ پلازمېنه کندهار، د بشري او اقتصادي مرستو پلازمېنه اسلام اباد او په کاغذي رسمیاتو کې پلازمېنه کابل ښار دی.

عاصي زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ډېرو هېوادونو سفیران په دوحه، د طالبانو میرزا قلمان په کابل او د بشري مرستو کارکوونکي په اسلام اباد کې دي.

 تمیم عاصي وایي، چې دا د طالب واکمنۍ لویه سیاسي لاسته راوړنه او عجیبه سیاسي پدیده ده.

د طالبانو نور منتقدین هم ورته نیوکې لري او وایي، چې له کابله کندهار ته د واک لېږد او په نا اعلان شوې پلازمېنې د دغه ولایت بدلول د طالبانو یو ناسنجول شوی عمل دی، چې په هېواد کې تفرقې او بې بندوبارۍ ته لاره برابروي.

طالبانو په دې اړه نیوکو او په خاص ډول په کندهار کې د خپل نا لیدل شوي مشر موجودیت ته ځواب نه دی ویلی.

3 COMMENTS

  1. مرداری خو تاسو غلو او پلیته دیسانت شو وکړه چی افغانستان مو دی وحشیانو ته په لاس کړی ورکړ ستاسو وظیفه صرف غلا زنا او چور وه ستاسی صرف په کابل کی پینځه پلازمینه در لودی اوس ولی دا بی ځایه اپړتی وهی ستاسو نور خلکوته کوم ارزش نلری بهتره به وې چی دا ګنده خولی مو بندی وساتی

  2. جان ټڼی/ ګل خبره دي وکړه
    هغه وخت یوه پلازمینه – سپیدار ماڼۍ – بله ارګ – بله بهرنیو چارو وزارت – بله چورلمان او سنا – بله مزار – بله سمنګان – بله دشت برچي د خلیلی طلایی شهرک – بله هم د دوستم جوزجان – بله پلازمینه د امریکا سفارت – بله بګرام هوايي ډګر، د ګلبدین کور – د جمعیت دفتر- دا ټولې هغه پلازمیني وي چې نه د چا زور پرې رسیده نه هم څوک په مخه ورتللای شوای.

  3. ستاسي وخت کي خو یوازي کابل شل پلازمیني وې هر قمندان به ویل ول زه اشرف غني یم د بل څه او څه.
    تسي دي خدای نابود کړي دا نتیجه ستسي د حکومت سوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب