پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د قدرت بلک هول

د قدرت بلک هول

لیکوال: یووال نوح هراري

ژباړه: نقیب احمد عزیزي

د ګډفکرۍ او فردي نااګاهي ستونزې یوازې عادي رایه ورکوونکي او مشتریان نه، بلکې جمهور ريیسان او د کارګرو مدیران هم تر پزې راوستي دي. ممکن یو شمېر مشاوران او د محرمو اطلاعاتو يو لویه اندازه په واک کې ولرئ، مګر دا لزوماً مسألې نه هواروي. کله چې پر دنیا حکومت کوې، د حقیقت فوق العاده کشف سخت دی. ستاسې پر سر تر اندازې زیات بیروبار دی. ډېری سیاسي رهبران او بانفوذه سوداګر، تر ابده په منډه دي. که غواړئ چې د هرې موضوع تر عمقه پرمختګ وکړئ، زیات وخت ته اړ ياست، په تېره بیا وخت وژلو ته. تاسې د بې حاصله لارو تجربه کولو ته ضرورت لرئ، د بن بست پېژندلو ته، د زړه نازړه توب او زړه تنګۍ د فضا ایجاد ته او داسې اضافه وخت موندلو ته مو کار ور بند دی چې هلته د بصیرت کوچني زړي ورو ورو وده کوي او بیا ثمر ته رسېږي. که دغو چارو ته اضافه وخت نه شئ ځانګړی کولای، هيڅکله به حقیقت په ګوتو در نه شي.

تر دې بدتره دا چې مطلق قدرت هرومرو حقیقت تحريفوي. ډېر قدرت، د معنا د واقعیت بدلون؛ د هغه څه هغسې نه لیدل په کوم ډول چې دي. که مو څټک په لاس کې وي، هر شی مېخ درته ښکارېږي. مطلق قدرت چې لاس ته درشي، نېغ په نېغه د مداخلې لړۍ ته ننوځئ، حتی که په یو ډول پر دې میل باندې غلبه هم وکړئ، تر تاسې را چاپېره خلک ستاسې په لاس کې د قدرت هیولايي مارتول نه هېروي. هر څوک چې خبرې درسره کوي، په شعوري یا غیرشعوري توګه يوه برنامه لري او پر دې بنسټ تاسې هيڅکله نه شئ کولای چې بشپړ باور پرې وکړئ. هيڅ مشر او سلطان تر لاس لاندې کسانو باندې باور نه شي کولای چې ده ته حقیقت ووايي.

په همدې وجه، مطلق قدرت د (black hole) يا فضايي تور غار غوندې خپله شاوخوا سره پېچي او منحرفوي. څومره چې هغه ته ور نږدې کېږئ، ټول شیان لا ډېر تېز څرخېږي. هره کلمه چې ستاسې مدار ته در واردېږي، دروند بار زغمي او هر څوک چې وینئ، هڅه کوي چې د غوړه مالۍ په اغېز يو څه درته ووايي یا مو یو شی وستايي.

هغوی پوهېږي چې تاسې نه شئ کولای پر دوی یوه یا څو دقیقې وخت ولګوئ او ډارېږي چې نامناسب یا مغشوشوونکی شی یې تر خوله را و نه وځي؛ نو په نهایت کې یا خالي شعاري خبرې درته کوي او یا کليشه يي مسایل په ژبه درته تاووي.

دوه کاله مخکې يو ماښام د بنیامین نتانیاهو يوې مېلمستیا ته وروبلل شوم. ملګرو سکونډلم چې مه ورځه، خو و مې نه شوای کړای چې پر خپله وسوسه غلبه وکړم. فکر مې کاوه چې شاید یو داسې لوی راز واورم چې يوازې د مهمو غوږونو او بندو دروازو تر شا پاشل کېږي. څومره مايوس شوم! هلته شاوخوا ۳۰ نفره وو، ټولو کوښښ کاوه چې د لومړي وزیر توجه ور جلب کړي، په اوتو-بوتو یې غوښتل چې هغه تر تاثیر لاندې راولي، ځان خوږ وښيي او یا له هغه څخه څه واوري. که په مېلمنو کې څوک له لویه رازه خبر هم و، د هغه د پټولو لپاره یې فوق العاده کار وکړ. دا اصلاً د نتانياهو ملامتي نه وه یا په واقعيت کې د هيچا هم نه وه. د قدرت د جاذبې تقصير و.

که واقعاً حقیقت غواړئ باید د قدرت له بلک هول (تورغار) څخه وتښتئ او هلته دلته ځان ته یو څه وخت ورکړئ. انقلابي پوهه ډېره په ندرت د قدرت مرکز ته لاره کوي، ځکه چې مرکز د موجودې پوهې پر بنیاد جوړ کړل شوی وي. معمولاً د مخکېني نظم حافظان تصميم نیسي چې څوک دې د قدرت مرکز ته ورسېږي او تمایل یې دا وي چې د مزاحمو ايډياوو څښتنان او د عرف خلاف خلک کمزوري کړي.

Davos world economic forum یا ډاووس نړیوال اقتصادي غونډې ته په نه دعوت هيڅ شی هم نه بایلئ، ځکه خو کوم وخت چې هغې ته ورکوئ له ځانه یې پر پوښتلو تېر کړئ: داووس په داسې حال کې چې ممکن له یوې اندازې رڼو انقلابي لرلیدونو ډک وي، خو زیات له جاهلانه حدسیاتو، پینه پینه نمونو، خرافاتي تعصباتو او د توطیې د تيوري له مسخرو هم مالامال دی.

په دې ډول، رهبران د دوه طرفه بن بست په لومه کې نښتي دي. که د قدرت په مرکز کې پاتېږي، په شدت د منحرف نړۍلید په کنده کې لوېږي. که پر غاړه خطر اخلي او حاشیې ته ځي، ډېر وخت خپلې خورا قیمتي شېبې ترې ضایع کېږي.

ستونزه تر دې بترېږي. په راتلونکو څو لسیزو کې، نړۍ حتی تر اوس څو ځله نوره هم پېچلې کېږي. په پایله کې به يوازې شوی انسان «څه پیاده، څه پاچا» د ټکنالوژيکي وسایلو، د نړۍ د اقتصادي جریانونو او سیاسي محرکونو په باره کې تر اوس لا لږ پوهېږي. هماغسې لکه سقراط چې تر دوه زره کاله لا مخکې نظر ورکړ چې په دې شرایطو کې بهترین کار چې کولای یې شو، تش د خپلې فردي ناپوهۍ منل دي.

خو اخلاق او عدالت به څنګه کېږي؟ که خپله نړۍ نه شو درک کولای، څنګه هيله من کېدای شو چې د سم او ناسم پر توپیر پوه شو او عدالت او بې‌عدالتي تشخيص کړای شو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب