Homeخبرونهد معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون د علمي کدرونو معاشونه لوړ...

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون د علمي کدرونو معاشونه لوړ کړل

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۱مه) د طالبانو د حکومت د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون د پوهنتونونو د استادانو او علمي کدرونو معاشونه لوړ کړل.

د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون له پرېکړې سره سم د پوهاند د علمي رتبې معاش له ۳۹ زره افغانیو ۶۰ زره افغانیو، د پوهنوال معاش له ۳۳ افغانیو ۴۵ زره افغانیو، د پوهندوی معاش له ۲۷ زره افغانیو ۳۸ زره افغانیو، د پوهنمل معاش له ۲۱ زره افغانیو ۳۰ زره افغانیو، د پوهنیار معاش له ۱۸ زره افغانیو ۲۵ زره افغانیو او د کاندید پوهنیار معاش له ۱۳ زره ۵۰۰ افغانیو ۲۰ زره افغانیو ته لوړ شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دا معاش به د سږني ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل له میاشتې ورکړل شي.

1 COMMENT

  1. ډیر ښه او پر ځای اقدام دۍ.
    زموږ مهربان استادان او علمی کدرونه د لا ډیر قدر او عزت وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...