جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان د ده د پرزولو لپاره پر امریکا لګولي تورونه بیرته...

عمران خان د ده د پرزولو لپاره پر امریکا لګولي تورونه بیرته واخیستل

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ ) د پاکستان مخکیني صدراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هغه تورونه بیرته اخیستي، چې ویلي یې وو د ده حکومت د امریکا په دسیسه له منځه وړل شوی.

هغه په یوه تازه وینا کې ویلي، چې حکومت یې د امریکا نه، بلکې په پاکستان کې دننه د رامنځته شویو دسیسو له امله نسکور شوی دی.

عمران خان چې يو کال وړاندې د پارلمان د غړو له لوري سلب صلاحیت شوی، هغه وخت یې دا کار د امریکا لمسه ګڼلی و.

هغه د امریکا ترڅنګ د پاکستان پوځ او اوسنی واکمن حکومت، چې له سیاسي مخالفانو یې جوړ شوی، په دغه ادعا شوې دسیسه کې شریک ګڼلي وو.

عمران خان د پاکستاني سیاستوالو په منځ کې په دریځ بدلولو مشهور دی او د اوس په شان ډېر ځله له دې امله توندو نیوکو سره مخ شوی.

1 COMMENT

  1. بچوخانه ته لا وړوکی يې او د پنجاب د واکمنې (مقتدرې کړۍ) په چلونو دې سر نه خلاصېده، نو درباندې يې ويې وکړل او پاک يې هم درباندې کړل. بيا نو ولسمشر غني مه ملامتوه هغه خو ټول ستاسې د رذالت له لاسه له مشر لالا سره په ډېر خبرو کې ناباندې وو، خو تر ننه يې ستا غوندې اوتې بوتې ونه ويلې. کومه خبره يې چې په پيل کې وکړه چې يو درېيمګړې مرجع دې رامينځته شي او زه محاسبې ته تيار يم.
    ته خو کله د آی آیس آی پورې ونښلې او کله د پوځ او کله د امريکا او نورو پورې او بيا وروسته ژر له خپلې خبرې توبه ګار شې.
    ولې خلکو ته په سترګو کې خاورې اچوې؟ ښکاره خبره ده چې امريکا لېرې کړې. دا نر ته وې چې …..
    څنګه يې له خپل پوځ واستخباراتو سره له واکه لېرې، سرګردانه او اوس يې دا دی چې له خپلې کړې خبرې هم توبه ګار کړې، نو دا د ……
    دا نر ته وې چې د ولسمشر غني پورې دې خندل اوس خو خپله د خلکو د خندا او ملنډو شوې.
    مه کوه پر چا چې وبه شي پر تا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب