جمعه, اپریل 26, 2024
Home+قاچاقبر | ليکوال: رحمت پټان 

قاچاقبر | ليکوال: رحمت پټان 

له ایران څخه راغلی مسافر مې تر څنګ ناست و، زړه کې خوشحاله شوم چې ښه شوه تر پکتیا مې ورسره ساعت تېريږي خو چې څيرې ته به مې وکتل غل به راته ښکاره شو، ایران کې په وهلو وهلو رنګ پرې تګ تور کړی و، ویښتان یې ګګر و لکه د پوډري همداسي شوی و؛ مګر زما څخه د مخه سيټ ولا ناځواني وکړه هغه ورته غږ وکړه، راځه زما تر څنګ کېنه، کلیوال مې یې په لاره کې به کیسې سره وکړو. ما ته غوسه راغله د محمد اکبر کرګر سيندونه او اندونه کتاب مې راواخيست، هغه فلسفه یې مقالې ته ورسېدم چې دغه جمله ته ورته جمله مخته راغله (( انسان د انسان لیوه ده)) زړه کې مې وویل نه ګورې لیوه مخکې ناست دی، ما به اوس د مسافر څخه یوه کیسه لیکلې وه. بیا خوشحاله شوم چې ښه شوه مطالعه خو مې دده له ضده وکړه.
د تېرې سر چیک پاونډ ته راورسېدو، عسکر د تلاشي لپاره راوخت، لومړی یې په مسافر سترګې ونېښتي، ورته وويل: وروره د کوم ځای یې، تذکره لرې؟
__ د پکتیا اريوب ځاځی یم، تذکره نه لرم.
__ تذکره دې څه کړې؟
__ ایران څخه اوس راغلم هېڅ اسناد نه لرم.
لاسونه يې لړزه شروع کړه، ما چې لاسونو ته کتل د وهلو ټکولو چاپونه له لرې ځای څخه پکې ښکاريدل، معصوميت او وارخطايي یې چيغي وهلي، د څنګ ملګري وویل:(( مجاهد صاحب دغه زما کلیوال دی، زما تذکره دغه ده)). د کلیوال تذکره وکتله، خو عسکر ورته وویل، ته اوس د ایران څخه د راغلي مسافر نوم واخله، نوم يې ورته واخیست. د مسافر څخه پوښتنه وکړه، چې اوس ته دې د کلیوال نوم واخله؛ مګر مسافر یې نوم نه وو زده. عسکر شکي شو، دواړه يې ښکته کړل.
موټر ډېر وخت انتظار وکړ، خو دوی دواړه يې پوستي ته بوتلل، په موټر کې ټول خلک کلیوال ته په غوسه ول چې کلیوال یې ولې دروغ وویل او د عسکر په خبرو کې ور ولوېده، کنه مسافر ته یې غږ هم نه کاو اوس به تللي وو.
څه شیبه ووتله، دواړه راروان دي، خو ځيني سورلي ويلي چې دواړه يې څټ کې دوه دوه څپیړي وهلي ځينو ویلي، نه هېڅ یې هم ورته ویلي نه دي. کله چې موټر ته راختل، ټولې سرولي خندا شروع کړه:((کلیواله څنګه یې، کلیواله څنګه یې، ههههههه تا هم لکه وهل وخوړل، سم به يې نه یې وهلی، هاغه مسافر خو ډېر نیغ نیغ کېده اوس داسي له ډاره لړزیږي…))
مسافر په وارخطايي خبرې شروع کړې:((ولاکه یې غږ هم راته کړی وي، هېڅ یې ونه وهلو، ولې به يې وهلو، خپل هیواد مو دی، زه هېڅ هم نه لرم، له زندانه او وهلو نه ډارېږم، زه ایران کې وهلو او زندان سره عادي شوم، داچې تور یم، ایران کې مې وهل خوړلي، زندان مې تېر کړی. تاسې ولې مونږ پورې خاندئ، ما ایران کې په تاسو غوندي خلکو غیرت کاو، ما ویل د هیواد خلک مو دي))
داسي شروع مسافر کړې وه، غږ يې نور هم لړزې واخیست خپل سيټ کې کېناست.
په ولي مې لاس ورکېښود، ما ویل خیر حوصله وکړه لږ ارام شه، موټر ته ډرېور ریز ورکړ، موټر کې چوپتیا خوره شوه. یو اندازه مزل موټر وکړ، مسافر مخ راواړوه:( د عسکرو د تلاشي نه د مخه تا څه وویل؟)) وبښه پوښتنه مې کوله، که ایران کې څوک مزدوري کوي سړي ته به د میاشتي څو روپۍ پاتي شي.
__ که فارسي دې زده وي، نو بیا ښه ده کنه د پښتنو سره ایران کې ښه چلند نه کوي.
__ فارسي کې چندان ښه نه یم او بله خبره، پښتنو سره خو خپله پښتانه هم ښه چلند نه کوي اوس دې ونه لېدل مونږ ټول موټر کې پښتانه وو. چې پاسپورت سړي سره وي بیا څومره روپۍ ورته پاتي کېږي؟
__ د پاسپورت ولا خو بختور دي، هغوی ته بیا تر پنځلس زرو پورې پاتي کېږي کنه قاچاقي له لسو زرو زياتي روپۍ نه پاتي کېږي. ته پاسپورټ لرې؟
__ هو، لرم یې.
__ تا سره خو کتاب دی، لکه په خط هم پوهېږي ژبه به دې زده وي او پاسپورت هم لرې، بیا درته دومره مشکل نشته.
__ نه اوس نه ځم، له خیره سره دغه څو مياشتي ماسټري پاتې ده خلاصېږي بیا مې نيت کړی. وطن خړ دی.
__ بختور یې پاسپورټ او تعلیم لرې، له قاچاقبر سره له تګ څخه خلاص یې.

د مسافر ورمېږ ستړی شو، مخ يې راڅخه واړوه، ما په کتاب سر ټيټ کړ، خو چرتونو پسې واخیستم، بیا مې وويل، بختور یم پاسپورت لرم، قاچاقبرو سره له تګه خلاص یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب