یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمجاهد: مسلمانان دې د فلسطینیانو د داعیې ملاتړ وکړي

مجاهد: مسلمانان دې د فلسطینیانو د داعیې ملاتړ وکړي

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ ) د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې د فلسطین پر الاقصی جومات د اسراییلو برید د بشر ضد جنایت بللی او زیاته کړې یې ده چې پر مقدسو اماکنو او بې دفاع خلکو برید او له هغوی سره تاوتریخوالی د نړیوالو اصولو خلاف او یو ظالمانه عمل دی.

د دغه رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یاد شوی برید جنایت ګڼلی او غندلی دی.

مجاهد پر مسلمانانو غږ کړی چې د فلسطینیانو له داعیې ملاتړ وکړي.

تېره اونۍ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو د چلند غندنه کړې وه.

د طالبانو ځینې منتقدان بیا وایي، چې دا ډله  په داسې اعلامیو د افغانانو پر وړاندې له خپل چلند څخه د خلکو او نړۍ پام په بله اړول غواړي.

دوی ویلي، که طالبان ریښتیا د مسلمانانو د حقونو پر ځای کول غواړي، تر هرڅه مخکې دې د میلیونونه افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار تړلې دروازې بیرته پرانیزي.

4 COMMENTS

  1. طالبان دې لومړی پر افغانانو ظلمونه ودروي بیا دې د اسرائیلو ظلمونه وغندي.
    په سپین سترګۍ سره د تش په نوم عمومي عفوې یادول او بیا د دولتي کارمندانو شکنجه کول او وژل، د خلکو آواز خپه کول، د ښځینه وو د زده کړو او کار باندې بندیزونه لګول، د ملي بیرغ، ملي سرود او ملي نښانونو سره دښمني کول، د قدرت وحشیانه انحصار او په سلګونو نور جنایات د اسرائیلو د ظلمونو څخه کم نه دي.

  2. ستاسو کوم مسلمانان یاد وی دا ټول مسلمانان خو ستاسی په نظر کی مسلمانان ندی په ټوله نړی کی صرف تاسو لس زره مسلمانان یی نو دا پر تاسو فرض ده چی له فلسطین نه دفاع وکړی او لکه ځان غوندی مسلمانان تری جوړ کړی او دا حق هم ځان ته مه ورکوی چی نورو مسلمانانو باندی داسی یو غږ وکړی تاسو نور څوک د مسلمان په توګه نه پیږنی

  3. د فلسطین له داعیې ملاتړ په هر مسلمان فرض ده خو چیرې دی مسلمانان؟؟؟
    په مسلمانو حکمتونو خو د اسلامی امارت په رسمیت پیژندنه هم همداسې فرض ده لکه د فلسطین داعیه خو دا تش په نامه مسلمانان دا جرعت کولۍ شی؟؟؟

  4. د فلسطین مسئله دوه اړخونه لری:
    ۱ – دینی او اسلامی اړخ ( اقصی ) .
    ۲ – انسانی او عاطفی اړخ ( د فلسطین د خلګو د ارض او جغرافیا اساسی حقوقو ته پاملرنه) .
    بناً
    یو څوک کولای سی د دین څخه منکر او ( مسجد اقصی ) ته درناوی ونلری
    خو
    د ” انسانیت” په فضاء کی هیڅ صالح انسان نه سی کولای چی د فلسطین د خلګو د وجودی فلسفی او حقوقو څخه انکار او بی اعتنائی وکړی.
    ضمناً
    د شوروی د ظالمانه یرغل په وختونو کی د هند د کانګرس ګوند ( چی واقعاً یو معقول او مردمی ګوند ؤ ) د ځینو مصلحتونو پخاطر د شوروی د یرغل د غندنی څخه ډډه کوله خو د افراطی هندو اقلیت ګوند BGP په ډاګه د شوروی د یرغل د غندنی شعارونه ورکول نتیجتاً دا مهمه نه وه چی کوم هیواد او کوم ګوند د شوروی د یرغل مخالف ؤ او کوم هیواد او کوم ګوند ئی موافق بلکه مهمه دا وه چی چی د شوروی یرغل د منلو وړ نه ؤ.
    نو
    اوس هم مهمه نه ده چی طالبان یا نور کسان د فلسطین د داعئیی طرفداران دی یا مخالف بلکه مهمه دا ده چی د فلسطین او اقصی حقانیت په رسمیت وپیژندل سی او د فلسطین د غاصبینو په وړاندی د وس او قدرت په اندازه مبارزه وسی.
    بله د تعجب خبره دا ده چی:
    لیبرالیزم ته متمایل روشنفکران دین او سیاست سره بیلوی او اجازه نه ورکوی چی مثلاً په یوه اسلامی ټولنه کی معقول اسلامی حکومت استقرار ومومی خو د عبری دولت! ( کوم چی د څلور زره کلنی مذهبی – نژادی ادعا پر بنسټ ئی د نورو وولسونو خاوره او وطن غصب کړی دی ) په وړاندی ئی مطلق سکوت غوره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب