یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتخار کې ۳ قصابان د خره د غوښې د پلور په تور...

تخار کې ۳ قصابان د خره د غوښې د پلور په تور نیول شوي

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ )  د تخار امنیتي چارواکو ویلي، چې ۳ قصابان یې د غوښې پلورلو په تور نیولي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافی ویلي، چې دغه قصابان په ینګي قلعه ولسوالۍ کې نیول شوي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکه میاشت ده.

  خلک معمولاً په دغه میاشت کې له غوښې زیاته استفاده کوي او ګومان کیږي، چې که یاده ادعا پر ځای وي، ډېرو سیمه ییزو خلکو به د حلالو څارویو په نوم د خره غوښه خوړلې وي.

یو شمېر خلکو د داسې پېښو د مخنیوي او عاملانو د مجازاتو لپاره د جدي چلند غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب