Homeخبرونهشېخ ندیم: د مدرسو د اسنادو وېش کې فساد روان دی

شېخ ندیم: د مدرسو د اسنادو وېش کې فساد روان دی

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ )  د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم د یو شمېر دیني مدرسو مسوولین تورن کړي، چې د لیسانس سند د ترلاسه کولو لپاره د خپل فراغت جعلي اسناد وېشي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو خبرداری یې ورکړی چې د دا ډول کړنو عاملان به نیول کیږي او قانوني چلند به ورسره کیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره اعلان شوی، چې دغه ډله د مدرسو د لویو دورو فارغانو ته د پوهنتونونو د لیسانس اسناد ورکوي.

له دې سره ویل کیږي، چې ډېرو خلکو د یادو اسنادو ترلاسه کولو ته مخه کړې او هڅه کوي د مدرسو په جعلي اسنادو د لیسانس اسناد واخلي.

د تعلیمي چارو کارپوهان د طالبانو یاده پریکړه تحصیلي نظام سره جفا بولي او زیاتوي، چې دا پریکړه د جهادي تنظیمونو له هغو پریکړو سره ورته ده، چې خپلو جنګیالیو ته یې پوځي رتبې ورکولې او ماشیني جنرالان او پوځي منسوبین یې زیاتول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...