Homeخبرونهاسماعیل مشعل: طالبانو سره نظربند یم

اسماعیل مشعل: طالبانو سره نظربند یم

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۱ )  د طالبانو له لوري د نجونو له زده کړو د دفاع په تور د پوهنتون بندي شوي استاد اسماعیل مشعل ویلي، چې لا هم په کابل کې د طالبانو په نظر بند کې دی.

نوموړي په تازه رسنیزو شویو څرګندونو کې یې ویلي، چې طالبانو په یوه کور کې ساتلی او اړیکې یې تر څار لاندې دي.

د استاد مشعل د کورنۍ غړو ویلي، چې د هغه کورنۍ له دې امله اقتصادي او رواني ستونزو سره مخامخ ده.

مشعل څو میاشتې مخکې د یوه ټلویزوني بحث پر مهال په هندوستان کې د خپلې ماسټرۍ په ګډون د ټولو زده کړو اسناد د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو د دوام په اعتراض کې وڅېرل.

هغه دغه راز په کابل کې د کتابونو د وړیا وېش لپاره یوه کراچۍ جوړه کړه او کتابونه وېشل، چې طالبانو د بې نظمۍ خورولو په پلمه بندي او بیا یې د خوشې کیدو اعلان وکړ.

طالبانو د نوموړي د نظربندۍ په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له لوري د تعلیمي هڅو د یوه بل مطرح فعال مطیع الله ویسا په ګډون ګڼ نور داسې غیر سیاسي او خیریه فعالان هم بندیان شوي، چې خلک یې سخت قهرولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...