یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ولې تر نارینه وو ښځې ژر زړېږي؟

ولې تر نارینه وو ښځې ژر زړېږي؟

ژباړه: شمشاد افغان

دا خبره به مو ډېره اوریدلې وي او خپله به هم لیدلې او تجربه کړې وي، چې ښځې د نارینه وو په نسبت ژر زړیږي.

دا په داسې حال کې، چې ښځې تر نارینه وو د نه زړښت لپاره معمولاً زیاته توجه لري او هڅه کوي، چې ژر زړې نه شي.

دلته به هغه لاملونه درسره شریک کړو، چې د نارینه وو په نسبت د ښځو د ژر زړیدو سبب کیږي.

 ډېر سترس

څېړنو ښودلې، چې ښځې په عام ډول د نارینه وو په نسبت ډېر سترس لري او دا سترس یې د ژر زړیدو له سببونو څخه دی.

له نارینه وو څخه د ښځو زیات سترس د دوی شوق نه؛ بلکې د هورمونونو اړونده ستونزه هم ګڼل شوې ده.

څېړنې ښيي، چې د ښځو هغه هورمونونه له نارینه وو زیات دي، چې دوی ‌ډېر سترس یا تشویش کولو ته مجبوروي.

روغتیا پوهان وایي، چې د موسمي بدلونونو له امله هم ښځې تر نارینه وو د زیات سترس قرباني کیږي او دا سترس په مجموع کې د دوی په ژر زړیدو کې ونډه لري.

 زیږون

د ښځو د ژر زړیدو یو بل دلیل د دوی زیږون یا حمل اخیستل دي. د څېړنو له مخې، هغه ښځې چې زیږون یې تجربه کړی، له خپل اصلي عمر څخه ۱۱ کاله لوړ عمره ښکاري.

د ښځو د زیات سترس او ژر زړیدو یو اصلي دلیل د دوی حمل اخیستل او زیږون هم دی.

د پوستکي توپير

د نارینه وو پوستکی د ښځینه وو تر پوستکي ۲۵ سلنه کلک دی. دا توپير هم سبب کیږي، چې د ښځو پوستکی ژر خراب او د دوی څېرې ورسره زړې ښکاره شي.

4 COMMENTS

  1. ولې ښځه تر نر ژر زړیږي ؟؟ دغه سوال او مفکوره جاهلانه او دفاسد اسلام د غیږې میوه ده او بل څه نه ! په اروپا کې چیرې چې ښځې انسانی حقوق لري د نارینه نه اوږد او روغ ژوند لري ، دغه مرداره تیوری د اسلام غول دي چې ښځه د استعمال اله او ټول انسناي حقوق یې ترې اخیستې دي !! هی هی د جاهل زامنو بیا دعوې ددې او هغې هم کوۍ خو په حقیقت کې په یوه مجازي فاسده دیني مزخرفه نړۍ کې ژوند کوی ! خدای ستاسو په سومبۍ در ننوتلی دی چې په غربي متمدنه نړۍ کې ځای نري ! ښځې خر څوۍ ، له علمه یې منعه کوۍ په دې جنایت کې خپل کوسونه وهۍ خو اقناع کړې مو ولا که یوه ښځه وي ! تف لانت د پلید زامنو !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  2. د علمی لیکنی د ژباړی څخه مو مننه.
    ښه او نیکه ښځه چی هر څومره زړه وایسی بیا هم پر میړه او اولادونو او دوستانو ګرانه وی او ګرانښت ئی نور هم تازه کیږی او ځوانیږی امّا حیاء دی وی ژبَوَره او شریره ښځه که ځوانه هم وی او ځان هم ډیره موده ځوان وساتی خو خپل ځوان میړه او حتی اولادونه به د زوړتیا د ژرندی بَل ته وسپاری.
    نتیجتاً
    زوړتیا به ( نر او ښځی ته) یو طبیعی او اجتناب نه منونکی مسیر وی خو د ایمان او وفاداری او اخلاص زوړتیا به تر بدنی او جسمی ځوانی او ښائست ډیر ارزښت ولری.

  3. دا ثابته خبره ده چې ښځې تر نارینه ۳-۵ کاله زیات ژوند لري نه کم. او علت یې هم د هغوی لوړ مقاومت او بیولوژي ده!

  4. هو په افغانستان او متعصب اسلامی ملکونو کې:
    ۱: ټکری د خولې مخ کې او چادري د تازه هوا یا اکسیجن مخه بندوي، ښځې هغه هوا چه یې له سګو نه باسي ، نیمایي یې بیا تنفسکوي!
    ۲: ټوله ورځ چه په مینځلو بوخت دي ، هغه صابون د لاس یا کالي منځلو له پاره وروسته له یوې مودې نو زهر شي!
    ۳: دود ته ناست او ګرمي ته ناسته پخلی کوي!
    ۴:شپې او ورځې ماشومانو ته د خپ له وينې او اډوکو نه شدې ورکوي له بې څاري بې خوبي سره!
    ۵: هره میاش ۷ تر ۹ ورځو ښځې وینه ضایع کوي چه په ټوله نړۍ کې زیادتره ښځې د وینو کمبود لري، کمبود د اکسیجن او اوسپنه د وینې ښځو ته سخت حالت مخ ته کوي!
    ۶: د ښځو ډار له مېړه او کورنۍ نه يې یوه مهمه مسءله ده!
    زه یو نر، نر بولم چه درې ورځې د ښځې په شان دغو پاسني فشارونو لاندې ژوند وکړي او ړاسې نور! دا لا ټوله خبره نه ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب