چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد پاسپورت د وېش بهیر پیل شو

د پاسپورت د وېش بهیر پیل شو

تاند (چهارشنبه، د حوت ۱۰مه) د افغانستان د پاسپورت ریاست په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې سر له نن څخه یې د پارسپورټ د وېش بهیر پیل کړ.

د دغه ریاست له خبرپاڼې سره سم، په اوسني پړاو کې هغو کسانو ته پاسپورت ورکول کېږي چې انلاین فورمې یې ثبت کړي دي.

د پاسپورټ ريیس عبدالکریم حسیب تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي و چې د حوت له لسمې څخه به د پاسپورت د وېش بهیر بیا پیل شي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته څو ځلې د پاسپورت د توزیع بهیر ځنډول شوی دی. په عین حال کې په دې اداره کې د فساد د شته والي ادعاوې شوي دي.

خو د پاسپورت ريیس ښاغلی حسیب وايي چې اداره یې د فساد، واسطې او د جعلي پاسپورتونو  د مخنیوي تکل کړی دی او په دې اړه پر خپله ژمنه ولاړه ده.

د پاسپورت د وېش بهیر وروستی ځل د میزان په ۱۶ مه ځنډول شوی و. طالب چارواکو یې دلیل تخنیکي ستونزې بللې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی