چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پر څار نیوکه...

د کابل رژیم د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پر څار نیوکه وکړه

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د طالبانو د رژیم د کانونو او پټرولیم ویزیر  “شهاب الدین دلاور” د هېواد په هوايي حریم کې د بهرنیو الوتکو پر ګزمې اعتراض وکړ او امریکا یې د دوحې د تړون اصلي سرغړونکی وباله.

دلاور، چې امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون د مذاکره کوونکي ټیم غړی و، وایي د امریکا له خوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.

د ده په وینا، د طالبانو رژیم د دغه تړون ټول مادې عملي کړي، خو د امریکا متحده ایالاتو له دې تړون څخه سرغړونه کړې او د افغانستان هوایي حریم نقضوي.

  دلاور ټینګار وکړ: د دوحې په تړون کې لومړیتوب د افغانستان د کړکیچ ختمول نه، بلکې له افغانستانه د امریکې او ناټو د ځواکونو وتل وو.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه په دوحه کې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون د مادو له جملې څخه له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو وتل او د دوی تر واک لاندې سیمو کې د القاعدې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د طالبانو ژمنې شاملې دي.

د دې ترڅنګ طالبانو ژمنه کړې وه، چې له جمهوري نظام سره به اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې نوی دولت رامنځته کوي.

اوس طالبان تورنیږي، چې یوازې امریکایي ځواکونو سره یې د اوربند ژمنه عملي کړې او نورې ټولې ژمنې یې نقض کړي دي.

3 COMMENTS

  1. ولا حقیقت خو دا دی چی امریکائیانو د نړی د ټولو هیوادونو اقتصادی حریم د ” بی پیلوټه طیاری یعنی بی ملاتړه او بی پشتوانی ډالرو ” نقض کړی دی او طالب جاهل پخپله وریښمینه سدری او لونګی او وریښمینه ږیره ( بی پیلوټه پاچهی ) د افغان وولس د ټولو مادی او معنوی ارزښتونو حریم نقض کړی دی.
    بناً
    اصلی ګټه انګریز د شیطان زوی کړیده چی خپل ” استعماری حریم ” ئی همداسی خوندی ساتلی دی البته د زمانی فرعونان هم بریالی وه چی تر یو وخت پوری ځانونه ” بَر” اوملت ” خَر ” وشمیری خو ” شرّ ” ئی بالآخره رفع سوی او دفع سوی دی.

  2. دلاور وایی چی ددوحی تړون دامریکایانو وتلو ته اولیت ورکړی وو. دا خبره غټه او عمق یی باید درک سی.
    په قانون کی زیات تړونونه مشروط وی. اولی شرطونه او ثانوی شرطونه. بی اولی شرطونو یو تړون راتلای نسی او یو تړون دثانوی شرطونو دنه پوره کولو له لحاظه مات بلل کیږی چی معصوم طرف په هغه مسوول نه بلل کیږی. په همدا بنا دافغانستان دوخت حکومت دیوڅه وخت لپاره دا نه منله چی امریکایان په تیښته دی او بیا چی خبر سول نو ډیر ناوخته وو او ځکه یی دتیښتی پلانونه جوړ کړل. دوی دیوه نوی نظام دجوړولو هرګر هوډ نه درلود. مونږه همهغه وخت غنی متهم کړلی وو چی دوخت په اهمیت نه پوهیږی. نو دا دا معنی لری چی دامریکیی دتيښتی سوا بل تړون نده سوی. یعنی امریکا به تښتی او طالبان به دالقاعدی په امریکا ضد فعالیتو مخدودیت لګوی یعنی مخنیوی به یی کوی. وخت مالوم سوی وو چه امریکا به کله تښتی. ددلاور خبره نو ځکه معقوله ده چی امریکا په مخ څخاستل او شاته ته یی کتل. په همهغه تمدید سوی وخت وارخطا لاړل او دغنی پروا یی هم نه درلوده.
    امریکا هومره بیعقله وه چی دخپل لاسپوڅی له سپږو خبره نه وه. دوخت له حکومت سره په لازم وخت کی تړون ونسو. نو دافغان امریکایی تړون دریمه برخه که دتړون شرط وو هغه میسر نسو. دا په دی معنا چی له غنی سره تړون اولی شرط نه وو بلکی ثانوی شرط وو چی دهغه نه میسر کول دهیچا ګناه نسی بلل کیدلای.
    په بله ژبه، ددوحی دتړون له مخی دوه تړونه باید په معلوم وخت کی راغلی وای. افغان امریکایی تړون او بین الافغانی تړون. طالبان باید ددواړو تړونو یو طرف لویدلی وای. خو متاسفانه دغنی دبیعقلی له مخی دوهم تړون امضا نسو. په هغه مالوم وخت کی اصلی تړون اجراء سو. یعنی طالبانو یوازی له امریکایانو سره تړون کړی وو. هغه ته متعهد پاتی سول او طالبانو هم له امریکایانو توقع درلوده چی دتړون ټول شرایط باید مراعات کړی. یعنی دجنګ دوخت او دجنګ نه وروسته شرطونه باید عملی کړی. امریکایانو دچنګ دوخت شرطونه څه ناڅه دخپلی څرمنی دساتلو په خاطر عملی کړل او دجنګ نه وروستی شرطونه یی نقض کړل. هغه دا چی دافغانستان سره یی کمک ونکړ او محاصره یی ماته نکړه بلکه هغه نوره هم پسی ټینګه کړه.

    اوس دیو عاقل کس نه باید پوښتنه وسی له امریکایانو پرته کوم تړون او دچاسره تړون طالبانو نقض کړی دی. هغه کسان چی داسی اپلتی ولی هغوی فکر کوم دتړونونو يه مفهوم نه پوهیږی. هغوی صرف خپله او دغنی بیعقلی په خبرو پټوی.

  3. غلام حضرت خانه ستا مشکل څه شی دی؟ داسی مالومیږی چی ایرانی یی؟ هم دی انګریز بد ایسی او هم طالبان. رما سوال له تا نه دادی چی تاسو افغانستان ته مخلص یاست؟ دا زما دتوهین خبره مه بوله. دا دوه کاله کیږی چی زه دی هزاره یا شیعه بولم. مګر اوس خو شیعه خلک له خپلو حقوقو نه محروم ندی. هغه دایران په مقیاس طالبانو زیات حقوق ورکړی. په قدرت کی ورسره کډ دی.
    زما سوال دادی چی هزاره خلک ولی دافغانستان په ضد تبلیغات کوی. پښتانه خو یوازی هغه کسان ناراضه دی چی داشغال ملاتړ یی کاوو او او هغه العیاذ بالله له امریکایی نعمتو نه محروم سوی. همداسی نور قومونه. ته خو غربیان نه خوښوی، بیا ولی. دیو اکادمیک دتندی دورکولو په خاطر درنه پوښتم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب