چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمحمدصادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان له استازولۍ استعفا وکړه

محمدصادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان له استازولۍ استعفا وکړه

تاند(چهارشنبه، د حوت ۱۰مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان له دندې استعفا ورکړه.

صادق خان له تیرو درو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و.

ده نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له درو کلونو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي او غواړي چې له کورنۍ، کتاب، کرنې او طبیعت سره وخت تېر کړي.

محمدصادق خان د پاکستان له صدراعظم او په بهرنیو چارو وزارت کې له خپلو همکارانو مننه کړې ده.

محمدصادق خان په ۱۳۹۹ لمریز کال د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له لوري د افغانستان ځانګړی استازی ګومارل شوی و.

د ده په اړه ویل کېږي چې د افغانانو په مزاج پوهیده او د پاکستان د مخکیني سفیر منصور احمد خان په شان یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پلوی نه و.

4 COMMENTS

  1. ښایي د معاش د نه ورکړې په اعتراض کې یې دا پرېکړه کړې وي، پاکستان د خپل اقتصادي ستونزو کمولو لپاره د کابینې په کچه پرېکړه کړې چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو معاشونه به نه ورکول کیږي، ښایي له همدې کبله وي….

  2. اوس به نو ښايي د پاکستان مخکیني سفیر منصور احمد خان د ده ځای ناستی شي. ځکه هغه د افغانستان له چارو سره ښکیل پاته شوی او په ورته وخت کې په افغانستان کې د کار کولو تجربه هم لري.

  3. سلام
    استاد ستانکزی صاحب اقتصاد او معاش دواړه مهم دی خو دپاکستان کړکېچ په پراخېدو دی. پاکستان په افغانستان کې په اټکل نه بلکې په استخباراتی توګه لاهم لګیا دی انډیوالان لری او خپلې پروژی مخکې بیایی.دا اړیکی اوږدې ریښې لری.دادپټی سر دی پټی بیرته سره ور دی.

  4. دپاکستان ټول پښتانه دامریکا او پنچاب غلامان ندی. هغوی په خپل قوم مین دی، او هغوی دیوه هدف له مخی کارکوی.
    اوسنی حکومت یی دهدف او دمړی ډوډی په معیار دکارکولو لایق ندی. آزاد خلک چی دبلی لیاری انتخاب په لاس کی لری هغه دخپل اهدافو دښمنان نسی زغملی.
    کیدای سی همدا کس دپورته کسانو نه یو خال کس وی. دامریکا له نوی مخربی پالیسی نه خبر سوی وی چی هغه دوی ته دزغملو وړ نوی. دا هم کیدای سی دپاکستان دانګریزطلبه بهټو فامیل ورځه باندی ترخه کړی وی او استعفا ته یی اړ کړی وی. دپاکستان او زمونږ لپاره دداسی خلکو نیستی ضایعه ده او دخطر زنګ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب