چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ښاري میثاق پروګرام کارکوونکي: د ۵ میاشتو معاشونه مو خوړل شوي

د ښاري میثاق پروګرام کارکوونکي: د ۵ میاشتو معاشونه مو خوړل شوي

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د جمهوري نظام پر مهال د نړیوال بانک له لوري د کلیو پراختیا وزارت د ښاري میثاق د تمویلیدونکي پروګرام سلګونه  کارکوونکي د پينځو میاشتو معاشونو د نه ترلاسه کولو شکایت کوي.

د دوی په وینا، د جمهوري نظام تر وروستیو ورځو یې د سختو خطرونو له منلو سره په مختلفو سیمو کې دندې ترسره کړې، خو د نظام له سقوط سره یې د پينځو میاشتو معاشونه نادرکه شوي.

د دغه پروګرام یوه کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي تاند ته وویل:((  ما څلور کاله پکتیکا کې کار وکړ، بیا د سقوط تر ورځو د لوګر په لیرې پرتو سیمو کې وم، ډېر خطرونه مې ومنل، خو تراوسه مې معاشونه چا نه دي راکړي.))

 سرچینه زیاتوي، چې یاد شوي پروګرام په ټولو ولایتونو کې کارکوونکي لرل او د ټولو د پينځو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي، چې ټول سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د ښاري میثاق د پروګرام کارکوونکو له دې مخکې هم د معاشونو د نه ورکول کیدو له امله یې شکایتونه کړي وو.

د طالبانو د رژيم چارواکو په دې اړه  څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب