چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغان تعلیمي سیسټم ملاتړ ۲۱۵ میلیونه ډالرو بودیجې ته...

ملګري ملتونه: د افغان تعلیمي سیسټم ملاتړ ۲۱۵ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټویټ کې لیکلي: “په افغانستان کې د نجونو د زده کړې، د ښوونځیو د تجهیزاتو د برابرولو، د ښوونکو د روزنې او د فاصلې د زده کړې لپاره شاوخوا ۲۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.”

اوچا دا هم لیکلي: د 8.7 ملیون خلکو څخه چې تعلیمي ملاتړ ته اړتیا لري، 3.1 ملیون خلک په 2023 کې لومړیتوب لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژیم د پوهنې وزارت چارواکو له تعلیمي سیسټم څخه د یوناما د بې قیدو شرطه ملاتړ خبر ورکړی.

د طالبانو د رژیم له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته یوازې د ښوونځي تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې او نور یې پر مخ د زده کړو ټولې دروازې تړل شوي دي.

طالبانو بیا- بیا ژمنه کړې، چې د نجونو د زده کړو لپاره« ترتیب» برابروي، خو د شاوخوا ۱۸ میاشتو له تېریدو وروسته لا هم دوی دغه کار نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب