شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ناکام سفر ګونګوسې؛ حقاني، متقي او اروپايي استازی کندهار ته تللي

د ناکام سفر ګونګوسې؛ حقاني، متقي او اروپايي استازی کندهار ته تللي

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۱۱ ) د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو ترڅنګ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی کندهار ته تللي.

باخبره سرچینو تاند ته وویل، چې سراج الدین حقاني، امیرخان متقي او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون ممکن د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د لیدو او ځینو مذاکراتو لپاره دغه ولایت ته تللي وي.

کندهار د طالبانو د اصلي مرکز دی، چې د دوی د رژیم مشر ملا هبت الله هم پکې مېشت دی او ادعا کیږي، چې ټولې چارې له همدغه ولایت څخه رهبري کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ویاند عبدالنافع ټکور کندهار ته د سراج الدین حقاني ورتګ همدومره تایید کړی، چې هلته یې له مومند نړیوال روغتون څخه لیدنه کړې ده.

د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې بیا د دغه ولایت په ولایت مقام کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسون سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې متقي له اروپایي استازي څخه په افغانستان کې د اروپایي هېوادونو د سفارتونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

دوه اونۍ مخکې د طالبانو د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، چې د دوی په ایتلافي تشکیلاتو کې د ملا هبت الله مرستیال و او له بیا واکمنیدو وروسته یې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، د طالبانو پر مشر ملا هبت الله کنایوي نیوکې وکړې او د واک د انحصار ترڅنګ یې پر ټولو د خپلې رایې په تپلو تورن کړ.

ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني، ملا برادر، ملا یعقوب او لویه برخه طالب مشران د نجونو د زده کړو او ښځینه وو د کار د مخنیوي ترڅنګ په ډېرو برخو کې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کندهار مېشتې سخت دریځې شورا د افراطي پریکړو مخالف دي.

د طالبانو پلویانو تمه لرله، چې ملا هبت الله سره د سراج الدین حقاني او نورو طالب مشرانو له ممکنه لیدنو سره به هبت الله له خپلو ځينو افراطي پریکړو په شا او خاصتاً راتلونکي پسرلي کې د نجونو د زده کړو د بیرته پيل اجازه ورکړي.

خو نن د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې اعلامیې له خپرولو سره، د پوهنتونونو نارینه زده کوونکي د روانې کب میاشتې په پينّځلسمه پوهنتونونو ته وبلل او په دې ډول یې وښوده، چې د نجونو پر مخ به د زده کړو دروازې لا هم بندې وساتي.

8 COMMENTS

  1. د نجونو په مخ د ښوونځیو تړل، داسې معنی لري چې د کورنۍ بنسټ باید خراب وي. که په یوه کور کې لوستې ښځه/ ښځې نه وي کنډواله او د ټوپکوالو ځاله يي بوله. طالبان په راتلونکې کې یوازې نالوستي کورنۍ غواړې نالوستې ټولنه په دغه کار سره د دوئ هڅه داده چې نوی نسل په تیاره کې وساتي. ای شرمیدلو

  2. هیبتو خنزیر نسته او که وي هلته یې تورغری پنجابی په سر ولاړ ده نه څوک ورپیږدي او نه دغه سوډر موزي ته اجازه ورکوي 😡

  3. يوه خبره حقيقت ده چى د طالبانو مخاليفين اکثريت ډير سپک فاسق خلګ وى بداخلاق پوچ خولى ښکنځل ماران وى چى د غيرت او اپمان نښه هيڅ نه پکى ليدل کپږى

    • نو چا دغو د سوډر زامنو ته ادب ورښولئ؟ دوۍ ته تورمخی پنجابی داسي سپورې وایی ځکه دغو موزیانو بې له شکنځلو بل څه نه دي زده.

  4. دورانی وروره ډیره ښه او په ځای خبره دکړی ده.
    ښکنځل خو د پښتون او مسلمان په شان کی نشته.
    دا دوی څوک دی؟؟؟
    حرامیان که غلامان
    توف لعنت په دواړو

  5. ولي دغه د رڼډۍ زامن د هیبتو سوډر په ضد کودتا نه کوي ؟ دوۍ سي امریکا او پنځوس کفار وشړل ایا دغه خنزیر او د هغه ډله له منځه وړلای نسي ؟😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب