د 1817 كال په دې ورځ هجوه ويونكي شاعر János Arany وزېږېد. د دغه هنګري وال شاعر تر ټولو مهم اثر (Toldi, Death of King Buda) نومېږي.
د 1862 كال په دې ورځ امريكايي شاعر او ليكوال جان جې چپمن John Jay Chapman دنيا ته سترګې رڼې كړې. (Learning & Other Essays د هغه مهم اثر دى.
د 1924 كال په دې ورځ يونانى ليكوال او شاعر (Rénos Apostolidis) وزېږېد. (Katigoró) د هغه د مهم اثر عنوان دى.
د 1931 كال په دې ورځ ليكوال او ژورناليست (Tom Wolfe) ټام ولف دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه مشهور اثر (Right Stuff) نومېږي.
د 1942 كال په دې ورځ جان ايروينګ John Irving دنيا ته سترګې رڼې كړې. د دغه امريكايي ليكوال مهم اثر (World According to Garp) نومېږي.