Homeخبرونهخلیلزاد د ط مشرانو ترمنځ د جدي اختلافاتو خبر ورکړ

خلیلزاد د ط مشرانو ترمنځ د جدي اختلافاتو خبر ورکړ

تاند: ( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالب مشرانو تر منځ د جدي اختلافاتو خبر ورکوي.

نوموړي له بي بي سي فارسي سره په تازه مرکه کې د یو شمېر طالب مشرانو وروستیو اعتراضي څرګندونو ته په اشارې وویل، چې د دوی ترمنځ د اختلافاتو خبره ریښتیا ده.

د خلیلزاد په باور، طالب مشرانو سره یې اوس هم اړیکې شته او محسوسوي، چې د دوی یوه برخه مشران هم شرایط درک کوي او د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

خلیلزاد په دې اړه، چې دغه اړیکې یې په کومه سطحه موجودې دي، وویل:( په هماغه یوه سطحه اړیکې لرم.)

د نوموړي اشاره ممکن د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړو ته وي، چې خلیلزاد سره یې په دوحه کې د طالبانو د سولې تړون لپاره مذاکرات وکړل.

د طالبانو د دغه پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوله.

خلیلزاد مخکې ملا برادر پر افغانستان مېن سیاستوال ګڼلی و.

نوموړي په دې اړه، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات به کوم حل ته ورسیږي کنه، نور څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاندویان او مشران تل د دوی ترمنځ د اختلافاتو موضوع بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...