یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

تاند (چهارشنبه، د حوت ۳مه) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راورسید او د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له اقتصادی مرستیال ملاعبدالغني برادر سره یې وکتل.

د طالبانو حکومت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

خواجه اصف په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې یو وار بیا ترینګلي شوي او د تورخم دروازه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راکړې ورکړې، تر ټولو مهمه لار ده، له څلورو ورځو راهیسې بنده ده.

د پاکستان له دفاع وزیر سره کابل ته په راغلي پلاوي کې د پاکستان د استخباراتو ريیس جنرال ندیم احمد انجم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني ملګري دي.

2 COMMENTS

  1. ټی ټی پی د پاکستان داخلی موضوع ده هیڅ پر طالبانو اړه نلری هغوی پوهیږی مشکل یی. پاکستان ټول عمر منافقت کړی د نرمیښت سیاست ورسره پکار نده ـ

  2. اوس معلومیږې که دا دې پاکستان ګډاګیان نوې نو باید دې هیت ته داسی ځواب ورکړې چی دې پاکستان په دې شپیته کاله عمر یې نوې اوریدلې دا څلور واړه بیناموسان دې چې صرف منافقت او رذالت ته راغلې دې پاکستان طالبان ټول دې ای اس ای کارتونه لری او دې ای اس ای غړیې دې دا یو بدنامه ډله ده چی دې معاملو لپاره جوړه شوې ده اوبس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب