سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهحاکمې ډلې سره د ناندریو شدت؛ د پاکستان دفاع وزیر کابل ته...

حاکمې ډلې سره د ناندریو شدت؛ د پاکستان دفاع وزیر کابل ته راغلی

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ ) په کابل کې د طالبانو ادارې ویلي، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د یوه پلاوي په مشرۍ نن دغه ښار ته را رسیدلی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دفتر ویلي، چې یاد شوي پلاوي له ملا برادر اخوند سره لیدلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو،سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.

 د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.

د هغه په وینا، د دوی اداره پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

ملا برادر زیاته کړه،لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.

نوموړي وویل، طالبان له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي،چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

  ملا برادر زیاته کړه، تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ملا برادر دفتر وایي، چې پاکستاني لوري د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.

سرچینې د پاکستاني لوري د غوښتنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې بیا ترینګلې شوي.

پاکستاني خارجه وزیر طالبان بیا د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړي او ورته یې ویلي، چې په دې صورت کې د پاکستان ملګري کیدای نه شي.

طالبانو د پاکستان تورونه رد کړي او د ناندریو په غبرګون کې یې تورخم دروازه ورسره تړلې ده.

3 COMMENTS

  1. حیرانونکی سفرونه
    د دفاع وزیر مسولیت څه دی او په کومو موضوعاتو خبرې کوي. د ده یی له سوداګرۍ سره. له داسې مبهمو خبرونو څخه څرګندیږي چې اصلي خبره بل څه ده. که وزیر راځي او که د مدرسې کوم مشر خبرې ټولې په سوداګري راټولې وي. دلته همداسې ده. د حج او اقافو وزیر به د معارف وزارت په اړوند خبرې کوي- د خارجه وزیر به هرات کې په پولیسو فراغت پاڼې ویشي – د لوړو زده کړو وزیر د چاپان سره په سوداګریزو اړیکو خبرې کوي. د دفاع وزیر به د مهاجرینو په اړه او د کورنیو چارو وزیر به د لوړو زده کړو په اړه ډول ډول خبرې کوي، ایا د یو او بل په چارو کې لاس وهنې یوه ګډوډې نه ده رامنځ ته کړي؟

  2. the previous governments of Pakistan removed all the critical weapons from Afghanistan, Taliban can not fight against the Pakistani Army, the only alternative that is left for Afghanistan is to live like a district of Pakistan,these are facts and exist weather who like it or not.

  3. دپاکستانیانو په دین ملایان ښه پوهیږی. دا چی اوس تورخم نه خلاصوی ملایانو ښه دخوب دوا ورکړی.
    امریکایان دی هرڅه وایی ، په پښتو او یا انګریزی، خو ره دملایانو ملاتړ یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب