یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهجرمني: اروپايي ټولنه غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي

جرمني: اروپايي ټولنه غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي

تاند: (چارشنبه، د حوت ۳ ) د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې “انالنا بیربوک” د اروپا له خوا د بشري حقونو د نقض له امله د طالبانو د حکومت پر ضد د احتمالي بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

نوموړې  وویل: “اروپایي ټولنه د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو د بندیزونو د لګولو په لټه کې ده.”

بایربوک ویلي، چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقونو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.

هغې زیاته کړه: “موږ به په ګډه راتلونکې غونډې ته د بندیزونو په اړه پریکړه چمتو کړو.”

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې په بشردوستانه او مرستندویه سازمانونو کې د ښځو د کار مخنیوی د منلو وړ نه دي.

هغې په دې اړه وویل: “د اروپایی اتحادیې په توګه، موږ د هغو بشردوستانه مرستو ملاتړ نه شو کولای، چې ښځو ته پکې د کار فرصت نه وي او د نارینه وو لخوا ترسره کیږي.”

د لوېدیځو هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د جرمني په مونیخ ښار کې په امنیتي کنفرانس کې د طالبانو د رژیم په غندلو سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه چې طالبان له ټولنې څخه د افغانستان د نیمايي وګړو په ایستلو سره له بشري حقونو څخه په جدي توګه سرغړونه کوي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون د جاپان سفیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې عام افغانان د طالبانو پر ضد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زیان ګالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب