تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې هیڅ ملګری هېواد د پاکستان ملګری نه شي کیدای.
هغه په دې خبرو کې د افغانستان د طالبانو واکمنې ادارې ته اشاره کړې، چې پاکستان یې د پاکستاني طالبانو سره په ښو اړیکو او ورته په پناه ورکولو تورنوي.
د طالبانو ادارې د پاکستان یاد شوي تورونه تل رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې د پاکستان له تحریک طالبان سره د افغانستان د واکمنې ادارې اړیکې تر یوه ځایه د دغه هېواد د مخکیني صدراعظم عمران خان د حکومت د متناقضو پالېسیو پایله ده.
زرداري وایي د عمران خان حکومت غوښتل چې د افغانستان موقت حکومت د پاکستان له تحریک طالبان سره د روغې جوړې اسانتیاوې برابرې کړي او په پاکستان کې یې د وسله والو د ځای پرځای کولو پلان درلود، خو ټولو پاکستانیانو ټینګار کاوه چې هغه ترهګر چې د پوځ په ډله ییزه وژنه کې لاس لري. هیڅکله ورسره خبرې نه شي کیدای.
زرداري ویلي، د پاکستان نوي حکومت او پوځي مشرتابه له ترهګرو سره د خوشالولو پالیسي پای ته رسولې ده او یو ځل بیا یې ټینګار کړی، چې د افغانستان واکمنه اداره له پاکستان سره د ګډې پولې د ساتنې او امنیت وړتیا نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې په خپله خاوره کې له ترهګرو سره د مقابلې توان لري، خو تر څو چې له افغانستانه د ترهګرو ګواښونه هوار نه شي، پاکستان به له امنیتي ګواښونو سره مخ وي.
هغه دا هم وویل چې افغانستان ته به وویل شي چې د پاکستان په وړاندې د دغه هیواد د تروریستي ګواښونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ناکامي د دواړو هیوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو اغیزه کولی شي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له CNBC سره په خبرو کې د تحریک انصاف حکومت په دغه هېواد کې د ناامنیو او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي مسوول بللی و او له ترهګرو سره یې د خبرو اترو پیل کړی و.
ترڅو چی ددورند خط وی پاکستان پاکستان به دافغانستان دښمن وی. خپل بار به په افغانستان باروی. ددی دواړو مشکل باید حل سی. افغانان هم باید له خپل لمڅی سره پښی وغزوی او داستعماری نقشو ملا تړ ونکړی. ایا دا امکان لری؟ نابغه سته چی ټول افغانان همداسی حل ته اماده کړی؟
AFGHAN MUST SUPPORT TTP,
TTP IS AGAINST PAK ARMY AND SSI IS OUR ENEMY.
THANK YOU