Homeخبرونهحنا رباني د پاکستان د وروستیو نا امنیو ملامتي پر ناټو او...

حنا رباني د پاکستان د وروستیو نا امنیو ملامتي پر ناټو او امريکا واچوله

تاند: (سې شنبه، د کب ۲ مه) ‏‏ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله حنا رباني کهر ويلي، چې د هېواد د نا امنۍ وروستۍ پېښې ېې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له نا مسوولانه وتو سرچينه اخلي.

نوموړې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د ناټو ځواکونو دغه ډول وتلو د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی.

پاکستاني چارواکې دغه راز زياته کړې، چې دوی د وروستیو نا امنیو د مهارولو وړتيا نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې مخکې د دغه هېواد نورو چارواکو له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتو تر شا د دوی د پراخ لرلو خبره کوله او دا یې خپله لويه لاسته راوړنه ګڼله.

د پاکستان د سياستونو يو شمېر منتقدین دغه هېواد د تروريزم په پاللو او په دې توګه د خپلو ګټو د خوندي کولو تور لګوي.

2 COMMENTS

  1. نن می په یوتیوب کی د اوکراین د جګړی د کلیزی په مناسبت د ښاغلی پوتین وینا ولیده او واریده.
    د نړی حالات د بدلون په حال کی دی ( ښه یا بد او خواږه یا ترخه) خو داسی ښکاری چی د امریکی قدرت د تنازل په حال کی دی او ” شرق ” د یو نوی ابر قدرت پتوګه ظهور کوی خصوصاً که د اوکراین جګړه د مسکو په ګټه تمامه سی.
    د چین او هند او روسئی اقتصادی ګډی هڅی به د ” غرب ” استعماری سیوری کمزوری او د سیمی وضعیت به هم بدلون ومومی . ( که عمومی نتیجه مثبته وی) نو د نوی غښتلی ” شرق ” د کمربند سوریان ( پاکستان او افغانستان او منځنی آسیا) به هم فعّاله او ګټی به تر لاسه کړی بناً پدی پراخه شرقی پروژه کی د پاکستان د احتمالی یا حتمی مثبت شراکت او ددی شراکت د مثبتی نتیجی د مخنیوی په موخه د داعش او پاکستانی طالبانو د تمویل او تجهیز او تحرک پروژه په کار اچولی سویده.
    د ایران او طالبانو تر منځ د تعامل نوی انکشاف ( په تهران کی د طالبی سفیر حضور ) هم ممکن د چین – روس – هند – ایران – افغانستان – منځنی آسیا او حتی جنوب شرقی آسیا د اقتصادی ګډو ( ګټورو ) هڅو د چکټیا لامل وګرځی.
    البته
    دا فقط یو ساده او ناپخته تحلیل دی او تحلیل الزاماً د عقیدی د اشتراک معنی نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...