شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ۸۲ زره معتادینو د ټولولو خبر ورکړل شو

د ۸۲ زره معتادینو د ټولولو خبر ورکړل شو

تاند: (سې شنبه، د کب ۲ مه) ‏‏ د طالبانو د رژيم د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دوی له بیا حاکمیت وروسته په هېواد کې په نشه‌يي توکو شاوخوا ۸۲ زره روږدي راټول شوي، چې ۲۶ زره او ۸۵۰ یې یوازې په کابل کې وو.

‏د نوموړي په وینا؛ تر دې مهاله د نشه‌يي توکو ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوې، ۵ زره او ۴۳ ټنه بېلا بېل نشه‌يي توکي نیول شوي، ۵ زره او ۵۱ شکمن کسان نیول شوي او ۱۷۸۵ هکټاره ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښته پاکه شوې ده.

طالب چارواکي په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دغه څرګندونې یې د منتقدانو د شک وړ دي.

لیکوال او شنونکی عصمت قانع د امریکا له زندانه د طالبانو د يوې تبادلې په پايله کې د نيشه يي توکيو د مشهور قاچاقبر بشير نورزي خوشې کیدو ته په اشارې ویلي، چې ډېر افغانان د نيشه يي توکيو هغو قاچاقبرو پر نيشه يي توکيو اخته کړي، چې طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او د طالبانو د ډلې ملاتړ یې کړی.

يو شمېر خلکو بيا د نيشه يي توکيو پر وړاندې د طالبانو د ادارې اقدامات ستایلي او د دوام غوښتنه ېې کړې ده.

1 COMMENT

  1. best example is poole sokhtah.
    peoples must open eyes ,and see exactly talibs are honest afghans and want to build this country,
    talibs do ing positive, for afghanistan.
    no more warlords,
    no more corruption
    LETS GIVE HANDS TO GETHER,STOP PROPAGANDA AGAINST TALIBS,
    ZENDAH BAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب