شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اداري تشکيلاتو کې ۲۷ ولسوالۍ زیاتې شوې

د افغانستان په اداري تشکيلاتو کې ۲۷ ولسوالۍ زیاتې شوې

تاند: (سې شنبه، د کب ۲ مه) ‏‏ د طالبانو د رژيم د کورنیو چارو وزارت د هېواد په اداري تشکېلاتو کې د ۲۷ نویو تاسیس شویو ولسوالیو د شاملېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي، چې یادې ولسوالۍ د هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یادې ولسوالۍ د صعب العبورو لارو او د یادو سیمو اوسېدونکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو د سختوالي له کبله د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري کمېسیون تر تائید وروسته د دوی د رئیس الوزرا له لوري منظور شوي دي.

سرچينه وايي د ریاست الوزرا اداري کمېسیون د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د دغو ولسوالیو څلورخواوې مشخصې او مرکزونه يې د سیمې اوسېدونکو په مشوره مشخص کړي.

د طالبانو رياست الورزا همدارنګه ټولو وزارتونو ته خبر ورکړی دی، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۲۷ نویو تاسیس شویو ۳مه درجه ولسوالیو کې خپلې استازولۍ فعالې کړي او د اړوندو ولایتونو والیانو ته لارښوونه شوې، چې په دې اړه د ریاست الوزار د حکم د تطبیق د څرنګوالي په موخه یاد مقام ته راپور ورکړي.

د طالبانو له لوري د سیمه ییزو ارګانونو د لغوه شوې ادارې يوې سرچينې تاند ته وويل، چې د دغو ولسواليو د تاسيس اداري چارې د جمهوري نظام پر مهال بشپړې شوې وې.

د يو شمېر سيمو خلکو، دوی ته د نويو ولسواليو تاسيسول ستایلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب