چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهحقاني: نړیوال زموږ په اقتصادي تحریم عام خلک مجازاتوي

حقاني: نړیوال زموږ په اقتصادي تحریم عام خلک مجازاتوي

 تاند: (سې شنبه، د حوت ۲ )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حقاني د جاپان هېواد له مرستو مننه اوکړه او ویې ویل:(( اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زمونږ ولس زیانمن کړی؛ د «تحریم سیاست» د هېچا په ګټه نه دی. یوازې خبرې او تفاهم کولای شي ستونزې حل کړي، متاسفانه نړۍ زموږ په وړاندي په خپل سياسي موقف سره عام خلک مجازات کوي چې هيڅ انصاف نه دی.))

نوموړي ویلي، پوهیږي چې افغانستان ته ډېرې ستونزې په میراث پاتې دي او د دوی له مشرتابه تر عادي کس پورې ټول لګیا دي چې حل یې کړي او یو امن افغانستان، با امنه سیمه او نړۍ ولري.‌

په دغه لیدنه کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکي تعليمي کال کې د نجونو د زده کړې په برخه کې به کوم خنډ رامنځته نه شي.

نوموړي په ورته مهال، طالب لوري سره د اقتصادي ستونزو او موجوده ننګونو د حل هیله او د همکارۍ ژمنه وکړه.

د طالبانو دغه مشهور مشر ورته ویلي: که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي، نو لویه هیله شته چې د بې باورۍ اوسنۍ فضاء به بدله او د تفاهم ژبه به راپیدا شي.

د طالب مشرانو یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې خلک او خپله د طالبانو ځينې پلویان دوی تورنوي، چې په افراطي پریکړو یې نړۍ سره د حاکمې ادارې د تعامل مخنیوی کړی.

3 COMMENTS

  1. دا ځنګه اقتصادي بندیزونه او تحریم دی. په همدې یوه اونۍ کې ۱۶۰ میلیونه ډالر ورلیږل شوي. خو څوک ورڅخه دلګښت څرنګوالی هم نه پوښټي.

  2. No Sir,
    Mullahs do not have a skill, education or training to govern a nation. Finishing the 15 or so same topic books required to become a Mullah is often a one semester requirement for official higher education degree. You need to go back to the masque or learn other employable skills. Afghanistan have too many surplus of unskilled Mullahs, no more needed.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی