چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهط ته د سفارت سپارل؛ ایران: دا پریکړه د دوی د په...

ط ته د سفارت سپارل؛ ایران: دا پریکړه د دوی د په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ )  د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان سفارت ایراني دیپلوماتانو ته سپارل کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د یاد شوي سفارت د سرپرست دنده پای ته رسیدلې او پرځای یې دغې سرپرستۍ ته نوی کس معرفي کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې په سفارت کې د طالبانو د دیپلوماتانو ځای پر ځای کیدل به د طالبانو پر وړاندې د ایران د دریځ بدلیدو په مانا نه وي.

د هغه په خبره، دا د ایران له لوري د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په مانا نه شي تعبیریدای.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو رسنیز شوی مکتوب څرګندوي، چې دغې ډلې د فضل احمد حقاني په نوم یو تن په ایران کې د افغانستان د سفارت د سرپرست او دوه تنه نور یې د تجارتي او تعلیمي آتشو په توګه معرفي کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ایران یادې پریکړې ته یو شمېر افغانانو منفي غبرګون ښودلی.

1 COMMENT

  1. د دغه خبر په متن کې تیروتنه ده او که زه نه یم پرې پوهیدلی
    تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ ) د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان سفارت ایراني دیپلوماتانو ته سپارل کیږي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د یاد شوي سفارت د سرپرست دنده پای ته رسیدلې او پرځای یې دغې سرپرستۍ ته نوی کس معرفي کیږي.
    لومړی خو دا خبر چې د افغانستان سفارت ایراني دیپلوماتو ته ولي او د کوم پرنسیپ له مخې هغوئ ته سپارل کیږي. دویمه خبره دا چې د دغه سفارت سرپرست دنده پای ته رسیدلي نوی سرپرست څوک ورمعرفي کوي. د دغه خبر په مفهوم زه سم نه یم پوهیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب