جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ایران د ملي پیسو ریالو ارزښت پر له پسې په کمېدو...

د ایران د ملي پیسو ریالو ارزښت پر له پسې په کمېدو دی

تاند(سې شنبه، د حوت ۲ مه) د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دوشنبې په غرمه د تهران په ازاد بازار کې هر ډالر په څه باندې پنځوس زره تومانه یعني څه باندې ۵ سوه زره ریاله تبادله شو.

همداراز یو بریتانیايي پونډ په څه باندې ۶۰ زره تومانه او هره یورو په ۵۳ زره او ۵۰۰ تومانه تبادله شوه.

د ایران د حکومتي ورځپاڼو او ځینو نورو رسنیو پر اساس، په ایران کې د هر کیلو غوښې بیه نیم میلیون تومانو ته رسیدلې او دې مسلې د خلکو په منځ کې ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت ټیټېدو د دغه هیواد د ځینو چارواکو انتقادونه هم پارولي دي.

د ایران د شورا (مجلس) ريیس محمدقالیباف د دې جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د اقتصاد له وزیر او د مرکزي بانک له رييسه وغوښتل چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د ملي پیسو د ارزښت د ټیټېدو اساسي چاره وکړي.

د ایران د اسلامي شورا د اقتصادي کمیسیون ريیس محمدرضا پورابراهیمي د پیسو د ټیټېدو پر اوسني وضعیت د انتقاد په ترڅ کې وویل، کومه پالیسي چې حکومت د اسعارو په برخه کې خپله کړې ده، وضعیت به ښه نه کړي.

ده د اسعارو لپاره د ثابت قیمت ټاکل ناسمه پالیسي وبلله او ویې ویل چې حکومت د تېرو کلونو تیروتنې تکراروي.

د ایران د ملي پیسو د ارزښت د کمېدو له کبله په دغه هیواد کې انقلاسیون ډیر چټک دی. د دغه هیواد د احصایې د مرکز پر اساس، د دلوې په میاشت کې په ایران کې خوراکي مواد ۶۵ سلنه لوړ شوي دي.

په ایران کې د خوراکي او نورو موادو د بیو لوړېدا تر ډیره د ډالر له ارزښت سره تړاو لري، هر څومره چې د ډالر په وړاندې د تومان ارزښت ټیټیږي په هماغه اندازه د جنسونو بیې لوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب