دوشنبه, مې 6, 2024
Home+کیسه ګۍ | لیکوال: جانباز جرار

کیسه ګۍ | لیکوال: جانباز جرار

«پیغلې په هنداره کې د سر سپین ویښته ته کتل، پلار ئې د یو شتمن زوم په فکر کې وو»
(تپاند)

کیسه ګۍ، کیسه ایز منیمالونه یا هم لنډه لنډه کیسه هغه مترادف اصطلاحات دي چي د یو مفهوم له  پاره کاریږي، زیاتره ځای د کیسه ګیو مفهوم ته مینمالونه لیکل سوي. Minimal د لږ یا لنډ په مانا دی، چي د Minimum له ريښې څخه اخستل شوی Minimalism او Minimalist هم په همدې رېښې پسي د همدې کورنۍ جوړي شوې کلمې دي، چي د ډیرو یا وړو، لنډو ښایسته شیانو په مانا هم کاریږي، مینمال کلمه په یوازي ډول د کیسه ګۍ د مفهوم له پاره کارول ځکه مناسبه نه ده، چې کیسه ګۍ د کیسې لنډ شکل دی، نه د کوم بل فورم، دا خبره سمه ده چې لنډوالی د مینمال نسبي مترادفه کلمه ده او مینمالیزم له لنډي او ساده لاري څخه کار اخیستل دي، اما مینمال نورو برخو ته هم شاملیږي، چي په ادبیاتو کې د لنډي جملې په مانا هم راغلی، مینمال ادبیاتو او کیسه ایزي هنري برخي ته د ۱۹۶۰ کالو په شا و خوا کې داخل شوی، چې له دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره انګریز ډرامه لیکونکي رابرت برواننک دا اصطلاح وکاروله، په پښتو او دري ژبه کې ځیني مینمالونه  د لنډو مانا داره جملو او یا علمي ویناو په شکل سره کار شوي ، اما کیسه ایز مینمالونه نه دي، نو ځکه کیسه ګۍ نه شو ورته ویلای، لکه د جورج الیوت دغه فارسي مینمال چي « تراژیدی این نیست که تنها باشی، تراژیدی این است که نتوانی تنها باشی» مینمال کیدلای سي اما کیسه ګۍ یا هم کیسه ایز مینمال نه شو ورته ویلای، ځکه دا د کومي کیسې لنډ شکل یا نچوړ نه ښیي…

کیسه ګۍ یا کیسه ایز مینمال د داستاني ادبیاتو یو وړه خو با مفهومه برخه ده، چې په انګلسي کي ورته Flash Fiction, sudden Fiction, Micro Fiction، په فارسي کې داستانک او په اردو کې افسانچه ورته وایي، کیسه ګۍ په هنري ډول د یوې کیسې لنډ جاج ښيي او په ډېر لنډ شکل سره د ورځني ژوند کیسې او حالات په کمو ممکنه الفاظو کې نندارې ته وړاندي کوي. کیسه ګۍ د جوړښت له پلوه له یوې کرښي څخه تر دوو پوري او که ډیره سي یو پراګراف ته رسیږي، کیسه ګۍ د پلاټ له لرلو سره سره فلسفي رنګ هم لري، زیاتره نقطه ( ختم او بشپړوالی) نه لري او په اخېره کې د درې ټکو په لرلو سره لنډه کیسه دوامداره ساتي…

کیسه ګۍ له موضوعي لحاظه بیلا،بیلو برخو ته شاملیږي او کله کله د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز حالت څرګندوني او وضاحت ته هم مثالیږي، چي تر شاه یې یو ځانګړي کیسه پرته وي، په یو مجلس کې له افغانستان سره د ګاونډیو هیوادنو په هکله بحث روان وو، یو ملګري د دې له پاره چي ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان په نامه خپل ځانته ته خیر غواړي دا کیسه ګۍ وویله « خدایه یا ئې موږ ته راکړي او یا هم اندړو ته …» زما اوس هېر دي چي د اندړ قوم سره یې د بل کوم قوم د پخوا کیسه کوله چي هغه قوم د اندړو پر قوم زور وو او هر وخت به یې له دوی څخه په زور د دوی حقوق او امتیازات خپل ځان ته  اخیستل نو بیا به یې همېشه د هغې کیسې لنډه مفهوم په دا پورته کیسه ګۍ سره بیانوو…

د کیسه ګۍ خاصي ځانګړتیاوي لنډوالی، ساده ګي، انځورګري او تجسس دی، په پښتو ادب کې د  لومړي ځل له پاره په ۱۳۸۵ کال کې عبدالله الهام جمالزي د کیسه ګیو لومړۍ ټولګه چاپ کړې، چې په دې اثر کې ۲۰۰ کیسه ګۍ راغلې، دا چې لومړۍ تجربه ده او په پښتو ادب کې د یو نوي فورم خلا ډکول دي، د قدر وړ دی، که څه هم په نوموړي اثر کې ټول مینمالونه کیسه ایز مینمالونه نه دي او همدا رنګه په دې برخه کې ځيني یې ژباړل شوي او ځیني یې د لیکوال له خوا لیکل شوي، دالته یې د کیسه ګیو یا کیسه ایزو مینمالونو ځيني برخي را اخلو:

سیاست

ویل ئې اوس به دا شرم چیرته وړم، ما ویل تاسي سیاستمداران خو یې همیشه افغانستان ته وړی.                        (جمالزی)

یتمه

نکاح ئې نا اشنا ملا تړله، پوښتنه ئې وکړه، د ناوې وکیل خو يې پلار دی، د ناوې نیکه په لړزیدلو ګوتو د چوپ اشاره ورته وکړه او تر سترګو ئې اوښکي وڅڅېدې ( جمالزی)

ستر مصیبت

د کلي مشر وویل ستر مصیبت په لاره دی، کلیوالو ترې د حل لاره وغوښته، هغه وویل د غونډۍ پر سر هغه پیاوړي غوجل ته ټول څاروي ننباسئ او خپله تر دریو ورځو له کورونو مه را وځئ، درې ورځي وروسته خلګ په دې تمه له کورونو را ووتل چې مصیبت به تېر وي او راغلل چې خپل مالونه را خوشي کړي، خو له خالي غوجل سره مخ شول، چې په دروازه یې لیکلي وو، ځئ کورنو ته مو ولاړ شئ، چې تر دې ستر مصیبت درته په لاره دی ( جمالزي)

کیسه ګۍ زموږ په شفاهي روایاتو کې هم ښه پریمانه پیدا کیږي، که یې له کلیو او بانډو څخه د راټولولو هڅه وسي، له ډیرو کیسو او عادتو به خبر شو او ډیري به بیا بیا وکاروو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب