شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+موږ خپلې مورنۍ ژبې ته څه کړي دي؟

موږ خپلې مورنۍ ژبې ته څه کړي دي؟

پوهندوی آصف بهاند

(د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ)

دا دی بیا د فبرورۍ میاشتې یوویشتمه نېټه په رانږدې کیدو ده او د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځلو وخت را رسېـږي. د مورنۍ ژبی د ورځی د رارسېدو او لمانځلو په پار بیا هم لکه تل شعارونه، شعرونه، مقالې او… لیکل کېـږي او هرڅوک د یو څو لنډو ورځو لپاره په ډېـر خوند او رنگ سره د دې ورځې د اهمیت په باب خبرې کوي، غورې کوي، شعارونه ــ غـږونه اوچتوي او ښایی ځینې وعدې به کوي چې موږ به دا کوو او موږ به هغه کوو؛ خو د حساب او کار خبره به یا هـېڅوک ونه کړي او که یې وکړي هم، د گوتو په شمېـر خلک به وي.

زما له نظره د مورنۍ ژبې په باب د حساب او کار خبره دا ده چې:

هر هغه څوک چې مورنۍ ژبې ته د خدمت هیله کړې وه او اوس هم د خدمت هیله لري، یوازې دې د مورنۍ ژبې لپاره په تېر یوه کال کې د خپل ترسره کړي کار په باب لنډ رپوټ وړاندې کړي چې چا په دې تېر یوه کال کې خپلې مورنۍ ژبې ته څه ډول او څومره کار کړی دی؟

د پاسنیو خبرو په رڼا کې هرڅوک کولا شي ما وپوښتي چې تا په دې تېر یوه کال کې څه کړي دی، زه به په لنډ ډول ووایم چې:

ــ په تېر یوه کال کې ما په برېښنايي خپرونو کې یوسلواته اویا (۱۷۸)  مطالب (شعرونه، مقالې، کتابونه) لیکلي او خپاره کړي دي  چې د هغو په ډله کې د:

ــ کورونايي لنډۍ،

ــ د تللو یادونه، دویم ټوک،

ــ د افغانستان پر ماشوانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي څونامي،

ــ ژوندي یادونه، دویم ټوک.

تر سرلیکونو څلور ټوکه  کتابونه هم شامل دي.

زما یادې مقالې، شعرونه او کتابونه په لاندې لینک کې لوستلای او لیدلای شئ:

http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?95

د هغه تر څنگه مې د «افغان جرمن پورتال» د لیکني هیأت د غړي په توگه په سلهاو مقالې ایدت او پرلیکه کړي دي، چې ډېره سلنه یې زما په مورنۍ ژبې پښتو لیکل شوې دي.

«د افغانستان لوی قاموس» د بشپـړلو د کار په ترڅ کې مې، په تېر یوه کال کې تر پنځه زره (۵۰۰۰) ډېر دري لغتونه په پښتو ژبه باندې ژباړلي دي،

گڼو افغان فرهنگیانو سره مې فرهنگي اړیکې ټینگې کړي او له هغو سره مې د مطالبو په سمونه کې مشورې کړي دي.

او…

که مورنۍ ژبې ته د خدمت اصول دا وي چې ژبه باید علمي شي، ژبه باید سیاسي شي ژبه باید اقتصادي شي، ژبه باید د فرهنگ لوړو پوړیو ته په مثبت علمي کار سره ورجگه کړای شي؛ مورنۍ ژبې ته د خدمت پلویان او شعار ورکونکي دې په یادو برخو کې د خپل ترسره کړي کار لنډه یادونه وکړي چې په کومه برخه کې یې څه ډول او کوم کارونه ترسره کړي دي او چېرې یې خپاره کړي؟

دا مقاله مې د دویم ځل لپاره لا له نظره نه وه تېره کړې، چې مورنۍ ژبې ته د خدمت د یو ریښتیني قهرمان احمدولي اڅکزي دا پوست مې له نظره تېر شو چې په هغه کې د مورنۍ ژبې په باب د ده ځینې وړاندیزونه لیکل شوي وو، هلته مې ولوستل چې زما او د ښاغلي اڅکزي نظریات تر ډېره بریده یو شان دي. دا د احمد ولي اڅکزي د وړاندیز بشپـړ متن دی:

«د مثبتې سيالۍ لپاره يو وړانديز

راتلونکې يکشنبې #د_مورنۍ_ژبې_نړيواله_ورځ لمانځل کيږي. زما وړانديز به دا وي چې له دې وروسته موږ تاسو دغه ورځ په داسې يوه لاره ولمانځو، چې د تېر يو کال هغو هلو ځلو حساب د خپل ځان سره وکړو، کوم چې مو د خپلې مورنۍ ژبې لپاره کړي دي. دا هلې ځلې د لاندني مثالونو په شکل کېدلای شي:

ـ په خپله مورنۍ ژبه د يو کتاب ليکل، چاپول، ژباړل، په چاپ يا ليکلو کې يې مالي يا بل شانته مرسته کول

ـ په خپله مورنۍ ژبه په فلاني شمېر د کتابونو لوستل يا رانيول

ـ په خپله مورنۍ ژبه و خپلو يا نورو ماشومانو ته د ليک لوست ورزده کول

ـ په خپله مورنۍ ژبه ټول کال په خپل کاري ماحول، کورنۍ او بازار کې خبرې او ليک او لوست کول

ـ په خپله مورنۍ ژبه د ښوونځي جوړولو يا ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې د تدريس لازمې کولو لپاره مبارزه او لابي کول او د سياسي ډلو او ګوندونو په غونډو کې د دغې موضوع په وار وار مطرح کول او پر دغو ډلو فشار اچول

ـ په خپله مورنۍ ژبه پر انټرنټپاڼو د درسي او روزنيزو موادو خپرول

ـ په خپله مورنۍ ژبه د کار کوونکو نورو ډلو، سازمانونو او اشخاصو سره مرسته کول

که تېر کال تاسو پورته ياد شوي يا ورته کارونه نه دي کړي، نو د راتلونکې کال لپاره يې پر ځان اجباري کړئ او بيا د مبارکۍ تر څنګ يو د بل سره رغنده سيالۍ سره وکړئ چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره مو په تيرو ۱۲ مياشتو کې څه کړي دي.

په دلته او هلته د مبارکۍ پيغام ليکل د مورنۍ ژبې دردونه نه دوا کوي.»

ما لا څو کاله مخکې د مورنۍ ژبې د ساتلو، پاللو او پرمختگ ځینو خواخوږو ته وړاندیز کړی و چې د مورنۍ ژبې په مناسبت خپل جوړېدونکي محفل ته دې داسې کسان راوغواړي چې هغوی د مورنۍ ژبې لپاره عملي کار کړی وي او ستاسو په محفل کې دې د مورنۍ ژبې ته د خپلو ترسره کړو کارونو په باب وغـږېـږي او مستند دې وښیي چې کوم کارونه یې ترسره کړي دی او څنگه کړي دي او چېرې یې خپاره کړي دي، په دط کار سره به دوی لا تشویق شي او رپوټ ورکول به یې د نورو لپاره سرمشق شي.

زه هر کال د مورنۍ ژبې د ورځې لمانځلو ته یو څه لیکم او د مورنۍ ژبې د ورځې (فبروري یوویشتمه) په ورځ یې خپروم، دلته به د تېرو کلونو له مقالو څخه یو څو پرگرافونه راواخلم، خو په پیل کې د مورنۍ ژبې په باب د لطیف لالا (ډوکتور لطیف بهاند) یو څو تلپاتې جملې:

«د ژبې په اړه، د لوړو، خیالي او ښکلو شعارونو تر ویلو مخکې، راځئ هر یو له ځانه وپوښتو، موږ خپله، خپلې ژبې ته څه کړي دي او نور څه کولای شو؟

ژبه، باید بډایه شي، ژبه باید علمي شي، ژبه باید اقتصادي شي، ژبه باید سیاسي شي، ژبه باید د فرهنګ په ګاڼو، وګاڼل شي، ژبه باید له لافو او بې ځایه ستاینو، وژغورل شي.»

ژبه د انسان د اوږدو تجربو ټولگه ده. څوک چې ژبې ته په کم ارزۍ گوري او د ژبې وییونو ته په تیټه سترگه گوري، په حقیقت کې د بشر تاریخي ودې ته ارزښت نه ورکوي. دا باید په یاد وساتل شي چې له ژبې سره ساده او سطحي چلن، په اصل کې له انسان سره هماغسې چلن دی. ژبه د لسگونو زرو لغاتو لښکر دی چې وروسته له ډېرو کړاوونو او تجربو برابر شوی دی او دې د کار وړ لښکر ته باید درناوی وشي، ځکه چې هر چـېـرې یې کارولی شئ. څوک چې د ماناوو دې لښکر ته ارزښت نه ورکوي او یا په درنه نه ورته گوري، هغوی د بشریت د اوږدو ـ اوږدو مودو تجربې بې ارزښته گڼي.

که حقیت ته ځیر شو، ژبه په اصل کې بېرته انسان ته، د ده د باندني چاپېریال ژباړه ده او باندني چاپېریال ته د ده ورژباړل دي. ژبه د انسان او فزیکي ـ ټولنیز چاپېریال په منځ کې د اړیکو وسیله ده.

ژبه یوه بهانده، خوځنده او د بدلېدو په حال کې پدیده ده، که کار او پاملرنه ورته وشوه، خوځېدونکې او غني کېدونکې به وي او که کرار لاس تر زنې ورته کینو، له تلو او خوځيدو لوېـږي او د مرگ دایرې ته ورننوزي.

هر څومره چې ژبې په پوهې، مالوماتو او فنونو باندې سمبال شوې وي، همغومره غني او د نړۍ په اسرارو خبرې او پوه وي؛ په همدې سبب علمي ژبې گڼل کېـږي او ویونکي یې همغومره پوه او د نړۍ په پوهېدنه باندې برلاسي وي.

مورنۍ ژبه یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېـړې نه شي، ونه رژېـږي او ونه زړه او پوده نه شي.

زما مورنۍ ژبه پښتو به، زما د دننني او باندي جهان ژباړه په بشپـړ ډول نه شي کولای، خو څنگه چې ما د خپلې مور غږ په همدې ژبه اورېدلی دی، لومړني توري او ویـیـونه مې په همدې ژبه اورېدلي دي، د مینې لومړنی غږ مې په همدې ژبه اورېدلی دی؛ لیکل په همدې ژبه کوم، او تر ټولو ژبو ډېر، له دې ژبې سره پاتې شوی یم؛ ځکه نه شلېدونکی عاطفي اړیکې ورسره لرم او د مور په څېـر راته گرانه ده.

تر هر څه مخکې د دې خبرې یادول اړین دي چې د مورنۍ ژبې د ورځې لمانځنه یوه تفریح او وخت تېرونه نه ده. دلته یا د نړۍ په هره بله برخه کې چې د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کېـږي، اصلي موخه یې د خپلې مورنۍ ژبې د بقا او غنا له پاره مبارزه او هلې ځلې دي.

«د ملګرو ملتونو، د یونسکو ادارې له خوا، د مورنۍ ژبې د لمانځنې د نورو موخو تر څنګ، یوه اساسي موخه دا ده چې د نړۍ چارواکي او فرهنګیان، په دې خبر کړي چې:

هر ماشوم، باید په خپله مورنۍ ژبې زده کړې وکړي.»

ظاهراً د پښتنو په واکدارۍ کې خپله ژبه (پښتو مورنۍ ژبه) ورنه غوڅه شوې ده. په خپل کور او خپل کلي کې، په خپل وطن او خپل واک؟ کې له پښتنو څخه په مورنۍ ژبه د زدکړو حق اخستل شوی دی. دا ډېـره موده، د دیموکراسې په دایره کې، د پښتنو نوی نسل په خپله ژبه د زکړو حق نه لري.

زموږ په وطن او ټولنه کې د جګړې اور او ویر، په لسګونو څوناميګانې رامنځته کړې او بې شمیره غمیزې یې په میراث پریښې دي؛ داسې چې زموږ څو نسلونه یې د اور خوراک کړل او هغه چې د دې څونامي ګانو له مرګونو څپو څخه نیم ژواندي پاتې دي، له بیلابیلو ستونزو سره لاس گریوان دي. د جگړې او له جگړې د را زیږیدلو څونامي گانو د زور او تاو په وجه یو شمیر وطنوالو خپل کلي کورونه، نغري، هدیرې او هر څه پر ځای پریښودل، بهر ته یې یوازې د سر د خلاصون په تمه مخه کړه.

تللي خلک په نورو ملکونو کې له رنګارنګ ستونزو سره مخ شول، چې تر ټولو لویه غمیزه او ستونزه یې د نورو ټولنو د کلتورونو تر فشار لاندې او ډیر ځلې د کورنیو د مشرانو د بې غورۍ په وجه د مورنۍ ژبې او په عام ډول د خپل کلتور د ډیرو برخو له لاسه ورکول دي.

د بهر میشتو افغانانو له ژوند نه چې کوم ښکلی انځور دننه په افغانستان کې د خلکو د ذهن په گالري کې رسم شوی دی، دا سم او ښکلی نه دی، نه یې منفي اړخ سم دی او نه یې مثبته خوا سمه ښودل شوې. ژوند په هر ځای او هره ټولنه کې چې وي، منفي او مثبت اړخونه لري او زموږ افغانانو د ناکامۍ یو دلیل دا دی چې هر چیرې او په هر څه کې ډیر اِفراط او تفریط کوي.

په پرمخ تللو هیوادونو کې ژوند رنگینۍ لري، خو ستونزې یې هم ډیرې او چاقې دي. په هغو ټولنو کې د اِنتګریشن (integration) یا په ټولنه کې جذبیدل او د هغو له قوانینو سره ځان برابرول، لږې نه، ښې ډیرې ستونزې لري؛ هغه هم یوه شرقي او د بیلې عقیدې درلودونکي انسان ته. په افغانستان غوندې یو چاپـیـریال کې زیږیدلي، را لوی شوي انسان ته او بیا په اروپا غوندې یوې ټولنه کې ټول عمر ژوند کول، داسې یوه بوټي ته ورته وگڼئ چې له گلانو او رنگینیـو نه یې ازغي او بد رنګي زښته ډیره ده.

په داسې ټولنو کې زیـږیدلی او زیږیدونکي نسل ته که مشران پام و نه کړي، هماغسې لویـږي لکه د هغې ټولنې وگړي او دا نوي ورغلي خلک تر څو چې ځان له هغې ټولنې او د هغو له قوانینو سره جوړوي، یا د لیونتوب پولې ته وررسیدلی وي او یا به هم دومره وخت ورباندې تیر وي چې نور به د کهولت خزان وهلي بڼ ته ور ننوتی وي.

د مورنۍ ژبې په باب زما په لیکنو کې د همدغو ترخو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره کوم تصویر چې زه له افغانستان نه د باندې د افغان ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، مورنۍ ژبې د زدکړې، د فرهنگ د ساتلو او د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې ما وړاندې کړی دی، همدا اوس وایم چې منفي اړخ یې ډیر دی. ما دې څوک د ډیر خوشبین او ډیر بد بین په تور نه رنگووي، دا یو تریخ واقعیت دی او لکه د سقراط جام، اوس افغانانو ته ور په برخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب