چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب ط مشرانو ته؛ د ملت مشروع غوښتنو ته باید غاړه...

ملا یعقوب ط مشرانو ته؛ د ملت مشروع غوښتنو ته باید غاړه کیږدو

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه) د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خپلمنځیو اختلافونو له اوازو سره هم مهاله، نن د دوی د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له طالب مشرانو وغوښتل، چې د ملت مشروع غوښتنو ته غاړه کیږدي.

نوموړي له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتو د څلوردېرشمې کلیزې په یاد غونډه کې وویل، چې په دې ډول باید د نورو غمیزو مخه ونیول شي.

هغه د طالبانو له مخالفانو هم وغوښتل، چې د دوی د ادارې ملاتړ وکړي او هېواد د ناخوالو پر لور بونه ځي.

نوموړي دغه راز له خپلو مخالفانو وغوښتل، چې دوی څه ډول نظام غواړي؟

ملا یعقوب دا هم وویل، چې که د دوی په اداره کې ستونزې وي، باید په ګډه یې د اصلاح لپاره کار وشي.

نوموړي د طالبانو پر یووالي له ټینګار سره زیاته کړه، چې د ملت د پاشلو او اوسني امنیت د خرابولو هڅې به ښې پایلې ونه لري.

د ملا یعقوب څرګندونې په داسې مهال دي، چې څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل پلرني ولایت خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر خپل رهبر ملا هبت الله اخندزاده کنایوي نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د واک انحصار نور د برداشت وړ نه دی.

ملا یعقوب له دې پرته، چې د سراج الدین حقاني او هبت الله اخندازه په تقابل کې د خپلې خوښې لوری وښيي، له طالب مشرانو وغوښتل، چې د تکبر پرځای باید یو بل ته لاسونه ورکړي او د پردو د اهدافو قرباني نه شي.

په نننۍ غونډه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور هم په کنایوي ډول له طالب مشرانو وغوښتل، چې د ملت غوښتنو ته غاړه کیږدي.

4 COMMENTS

  1. دا کنایې ځایې نه نیسې ستاسو باید دی یو احمق او بیسواده انسان له رهبری لرې کړې هغه هم معلوم نه ده چی ایا انسان ده یا ځناور چی تر اوسه چا نه ده لیدلې که غواړې چې بقا ولری نو دا ځناور ډیر زر لری کړې

  2. که هیبت الله چا نه وی لیدلی خو شیخ ندیم او د طالبانو قاضی القضات شیخ حکیم خو به یی لیدلی وی. د هیبت الله استبدادی او خود خواه مفکوره کټ مټ د همدغو دوو په شان ده. د هیبت الله پلویانو همدا یوه خبره راټینګه کړی چی د امیراطاعت واجب دی خو دی ته یی هیڅ پام نده چی آیا هیبت الله د یو مشروع امیر شرایط پوره کړی ده او کنه؟ یو امیر چي د ملت یو فیصده وګړو نه وی لیدلی څنګه به یی پر ملت اطاعت واجب وی؟

  3. ۱ – د طالبانو د مشرانو تر منځ زرګری جګړه پیل سویده چی یقیناً خبره به ئی آهنګری سوټکونو ته ورسیږی.
    ۲ – هالیووډی چَل دی ، تاسی د ناستو دواړو کسانو مخونو ته وګوری خصوصاً د خلیفه حقانی تور مخ او توره څیره څومره په عکس کی نورانی ښکاری البته د انسانی کرامت په قاموس کی سپین او تور او ژیړ او سور پوست هیڅ اهمیت او ارزښت نلری بلکه قوا ارزښت لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب