Homeخبرونهحقاني مسعود روسانو سره په معاملو تورن کړ

حقاني مسعود روسانو سره په معاملو تورن کړ

تاند: ( چارشنبه، د دلوې ۲۶مه)  د طالبانو د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمان حقاني نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتو د کلیزې په یاد غونډه کې پخوانی قومندان احمد شاه مسعود په کنایوي ډول، د پخواني شوروي خلاف د جګړې پر مهال له روسانو سره په پټو معاملو تورن کړ.

خلیل الرحمان حقاني پرته له دې، چې د احمد شاه مسعود نوم واخلي، نوموړی له روسانو سره په پټو لیدنو او معاملو تورن کړ او ویې ویل، چې په دې اړه د تاریخ کتابونه وګورئ.

هغه په ورته وخت کې، د هغو کسانو په نومونو د واټونو، ودانیو او څلور لارو د نومول پاتې کیدو مخالفت وکړ، چې په وینا یې بهرنیانو سره یې ښکاره او پټې معاملې کړي دي.

نوموړي یاده خبره هم پر احمد شاه مسعود د کنایوي نیوکو پر وخت وکړه.

حقاني شبکې مخکې احمد شاه مسعود ته په ښه سترګه کتل او خپله خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د بیا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې د یوې وینا پر مهال احمد شاه مسعود د افغانستان «ملي اتل» ګڼلی و.

د طالبانو د کډوالو وزیر غوښتنه وکړه، چې د افغانستان مهمې ودانۍ او لارې باید د هغو خلکو په نومونو شي، چې د ده په وینا قربانۍ او شهیدان یې ورکړي، یا یې د بهرنیانو خلاف جګړو کې زندانونه ګاللي.

د طالبانو یاد شوي وزیر په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې مخکې د قومندان مسعود نورو مخالفانو هم نوموړی د شوروي خلاف د جګړې پر مهال له روسانو سره په پټو معاهدو تورن کړی و.

د مسعود پلویان بیا له روسانو سره، افغانستان نه د هغوی د سرتېرو د وتو پر مهال د مسعود تړون توجیه کوي او وایي، هغوی له دې پرته هم وتل او اړتیا نه وه، چې مسعود جګړه ورسره کړې وای.

د طالبانو منتقدین بیا دوی په ورته ډول له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو پر مهال، له یاد شوي هېواد سره د دوحې تړون په نوم په پټو استخباراتي معاملو تورنوي.

طالبانو بیا په دې اړه تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...