پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد: تاجيکستان او ازبکستان د افغانستان الوتکې زموږ مخالفانو ته نه ورکوي

مجاهد: تاجيکستان او ازبکستان د افغانستان الوتکې زموږ مخالفانو ته نه ورکوي

تاند: (چار شنبه، د دلوې 26) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په تاجيکستان او ازبکستان کې د پخواني افغان حکومت پاتې الوتکې د دوی وسله والو مخالفانو ته نه ورکول کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د دغو الوتکو مالکیت له افغانانو سره دی او دوی ته به ستنيږي.

ذبیح الله مجاهد همداراز څرګنده کړه: د دغو الوتکو د بیرته ستنولو لپاره د ازبکستان او تاجيکستان له هیوادونو سره سلا مشورې شوې دي.

د ځینو شمېرو له مخې، د افغانستان د جمهوري حکومت له نسکورېدو مخکې دغه هېواد په څه باندې ۱۶۴ پوځي الوتکو سمبال و، خو اوس نه ده معلومه، چې له دغو الوتکو څخه ېې څومره په افغانستان کې دي او څومره نور ېې د پرزول شوي حکومت پیلوټانو، د جمهوريت د سقوط پر مهال له هېواده ويستي.

 د ځینو راپورونو له مخې، يادو پیلوټانو د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ۴۰ پوځي الوتکې لېږدولي دي.

 د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخکيني مشر څه موده مخکې د يادو الوتکو په اړه وويل، چې ورڅخه د لازمې استفادې په اړه بحثونه روان دي.

ځینې شنونکي د طالبانو د ویاند څرګندونې د پخواني امريکايي مقام له څرګندونو سره تړي او وایي طالبان د دوی وسله والو مخالفانو ته، چې یوه لویه برخه مشران ېې په تاجيکستان کې دي، د یادو الوتکو د احتمالي سپارلو پر وړاندې دغه غبرګون ښودلی.

په وروستيو کې د سیمې هېوادونه، چې تر ډېره د روسیې تر اغېز لاندې دي، د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د جنګیالیو له زیاتیدو انديښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب