پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهخليلزاد: د ط او نړیوالې ټولنې مشترک ټکی داعش سره دښمني ده

خليلزاد: د ط او نړیوالې ټولنې مشترک ټکی داعش سره دښمني ده

تاند: (چار شنبه، د دلوې 26) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې همکاري د طالبانو او نړيوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو مهمه برخه کېدای شي.

هغه يادونه وکړه، چې طالبانو د دوحې تړون لاسليک کړی او د دغه تړون پر مواردو عمل د ټولو ستونزو د حل زمینه برابرولی شي.

هغه يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل ، چې ياد شوی تړون عملي کړي.

که څه هم طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش موجوديت رد کړی دی خو وخت په وخت په ځینو سیمو په تېره بیا په کابل کې د دغې ډلې پرضد د عملیاتو خبر ورکوي.

څو ورځې مخکې د د ډله ییز امنیت سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدوروف وويل، چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی.

د هغه په وينا، له دغو ځواکونو څخه ۴۰۰۰ یې د تاجیکستان پولې ته څېرمه مېشت شوي دي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، که لازمه وویني د داعش پر ضد د افغانستان په خاوره کې عملیات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب